کورنۍ جګړه په تاسو ټپوسانو هیڅ اړه نه لري

محمد امين بسمل

د امریکا پخوانیو ټپوسانو(ديپلوماتانو) د خپل ذاتي کرکتر له مخې دا ترهه خپره کړې، چې که امریکايي یرغلګر په مکمل ډول ووځي نو په افغانستان کې به کورنۍ جګړه ونښلي.

دې ترهه خپروونکی خبرته په دجال پورې تړلیو رسنیو داسې هوا ورکړې ته وا دا ټپوسان د دوی د نیا سکه مېړونه دي او دومره یې په افغانستان زړه سوځي چې حتی د شپې خوب پرې حرام دی.

زه دغو لوېدلو ټپوسانو ته وایم، چې د۲۰۰۱ اکتوبر په توره اوومه تاسو قاتلانو زموږ په مظلوم ولس او محبوبه خاوره کوم ډول ناولې وسله ونه کاروله؟

تاسو لنډه غرو د لږه کیو لنډغرو ته په دا ۱۸ اتلسو کلونو کې کوم ناز ور نه کړ؟

تاسو د تاجک ترجمانانو په لمسه د طالب په نوم د مظلوم پښتون کوم کلی وران نه کړ؟

په دا ۱۸ اتلسو کلونو کې مو په کومه جنازه کې جنازې جوړې نه کړې؟

تاسو د اشغال په لعنتي دور کې دکوم پښتون د خوښي محفل په وینو ونه لمباوه؟

آیا تاسو د فراه له عزیزآباده بیا تر مظلوموهلمندیانو، پکتیاوالو، وردګو، شینوارو، کنړیانو اوهره پښتون مېشته سیمه پورې د فاسفورس او یورانیم لرونکو بمونو صرفه کړې ده؟

تاسو خونخوارو او ترهګرو زموږ له ګران هیواده لابراتوار جوړ او بلاخره د خپل وحشت او پلیتیت له مخې مو د بمونو مور په نوم بم هم پرې وغورځاوه چې الله ج دې سزا درکړي. الله امین

حیران په دې شوم چې له دومره وحشت او بې رحمي سره سره مو بیاهم زموږ په پاکه خاوره او مظلوم ولس زړه وسوځېد.
دا زړه سوی نه دی قربان دا خو د خپل وحشت اداکاري په یوه نویې بڼه کوئ که نه تاسو اوعاطفه؟

ستاسوله لاسه زموږ دنوي نسل زیاته سلنه معیوبین دنیا ته راغلي او راځي هغه بې وزله کوچنیان چې د زړه سوري لري له حسابه ور اوښتي مانا زموږ راتلونکې رسا او زېبا ځوانۍ ستاسو له لاسه کږې وږې شوې.

ستاسو او د ارګ د چرسیانو لیوني ځانګړي ځواکونه په بزدلانه شپنیو چاپو کې د هغو بې وسو معیوبینو لحاظ لا هم نه کوي بس هر متحرک جسم چې ګوري غلبېلوي یې.

دې ته بیا دا شرمېدلې او لوېدلې رسنۍ وايي، چې بهرني پوځونه خو یوازې د ښوونې او روزنې مسؤلیت په غاړه لري.
که ښوونه او روزنه دا ډول وي نو د ترهګر کلیمه له بل هر چا لمړی تاسو ته صدق کوي.

ستاسو بشر ضد کړنې په دې لاندې لینک کې په ځیر سره وګورئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21475

بې رحمو!

ښکلې دنګې دنګې ځوانۍ مو راته ونړولې په لوی اختر کې مې د زرمت زېړي ګلان نه هېریږي، چې په څه ډول وحشت مو راته
خاورې کړل.

دا کومه نوی خبره هم نه ده تاسو په خپل درۍ سوه کلن لعنتي دور کې کوم جنایت نه دی کړی؟

تاسو نمک حرامو له سور پوستو سره کوم ظلم او جفا ونه کړه؟

۵۵ میلیونه نفوس په خوله یادیږي چې هغو بېچاره ګانو ستاسو ترهګرو له لاسه ژوند له لاسه ورکړ.

د دوهمې نړیوالې جګړې ټول قربانیان ۵۰ میلونه وو خو تاسو لا له پخوا رکاټ ایښی و؛ چې بیا هم افسوس ستاسو ځناورو په حال لږ شرم وکړئ شرم.

ستاسوعام وژنې اوبشردښمنه کړنې په هیروشیما اوناګاساکي کې هم نړیوالو ولیدې چې تاریخ به دتل لپاره در توکي.

که کورمو راوسوځاوه دیوالونه خو یې پاخه شول خو ستاسو د جعل اوفرېب ماڼۍ مخ په پرېوتو شوې له خیره سره.

ستاسو هغه ککړه او بوینه دیموکراسي د ټولې نړۍ په مخ په شرمو وشرمېده.

په افغانستان، عراق، لبیا، سوریه، یمن او نوره نړۍ کې تاسو کوم ګلان ونه شیندل؟

ستاسو له خونړي پرون څخه هم اوس ټول ناخبر خبر شول.

تاسو ته اوس څوک د انسان په سترګه لا نه ګوري نو بیا به عاطفه له کومه درکې ولیدل شي، چې د چا د کورنۍ جګړې غم درسره وي.

ما د ۲۰۱۶م کال فبروري په میاشت کې لیکلي و، چې له امریکایي اشغال څخه کورنۍ جګړه بهتره ده.

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21253

زموږ کورنۍ جګړه په تاسو اړه نه لري؛ تاسې ورځئ ټپوسانو مخونه مو ورک کړئ یتیم په ژړا پوخ دی پرېږدئ هغه د چا خبره، چې نراو ښځه سره مالوم شي خو تاسې ورک شئ او هر څومره ژر چې ورکېږئ پرده به مو وي اوبس.

د امارت له مشرانو اوغازیانو څخه جدي هیــــله:

وخت له لاسه مه ورکوئ؛ ژر تر ژره د خپل دین، خاورې او ځورېدلي ولس غم وخورئ هسې هم د سیاست او جګړې افتکار ستاسو په لاس کې دی.

د ولس حوصله نوره په ختمېدو ده وطن د وینو بوی اخیستی؛ که ټپوسان دا ډول ناز او نرخو ته دوام ورکړي تاسو غازیان د خپل مظلوم ولس د نجات او خپلواکي په خاطر حق لرئ او کولای شئ، چې د سیمې له زورورو سره هر اړخیز پوځي تړونونه لاسلیک اود اشغال بېخ او بنیاد وباسئ نور په مذاکراتو وخت مه ضایع کوئ.

دا چې تاسو له ۷۰ سلنه زیاته خاوره او وګړي په واک کې لرئ؛ زما د پورتني نظر یوه ټول پوښتنه وکړئ، چې آیا ولس د سیمې له زورورو سره د هر اړخیز پوځي تړون خوښه در کوي که نه؟

زه باوري یم چې نتېجه به مثبت وي او شرعأ هم جواز لرئ چې د خاورې، دین او ولس د نجات په خاطر له کفارو هم مرسته ترلاسه کولای شئ.

یادونه:

له ټولو هغو درنو ملګرو لکه محترم همت صاحب، بیانزي صاحب، مجاهد صاحب، غوربندي صاحب، ګران جمیل، اڅکزي صاحب او ګڼو نورو دوستانو څخه بخښنه غواړم چې د وخت د نشتوالي له کبله د دوی د مثبتو او له پنده ډکو تبصرو ځواب نشم ورکولای.
زه تقریبأ هره ورځ په سفر کې یم نن په لندن سبا په کاناډا، فرانسه یا کوم بل هیواد کې نو ځکه ستاسو له ځواب څخه کم راځم له همدې کبله تاسو ته د بخښنې عذر کوم.

د اسلامي امارت د بیا راتګ په هیله

لندن ۰۷ـ۰۹ـ۲۰۱۹

محمد امین بسمل

که درانه لوستونکي پورتني لینکونه نشي پرانیستلی نو په لاندې ډول دې دا دواړه لیکنې ولولي:
له امریکايي اشغال څخه کورنۍ جګړه بهتره ده

۱۴ـ۰۲ـ۲۰۱۶

محمدامین بسمل

د نږدې څلورو لسیزو په موده کې زموږد ګران هیواد دا دردوونکې غمیزه د پردیو د یرغل اواشغال له کبله رامینځ ته شوې، چې نور یې زغمل نا ممکین دي.

د روسانو ناروا تېري او لس کلن اشغال یې زموږ دګران هیواد ثبات اود وروڼو قومونو ترمینځ یووالی او باور په خطرکې واچاو.

که له حقه تېر نه شو اوداخپل ګرېوان ته سرټیټ کړو نو تر روسانو لمړی به دا خپل پردي پاله خوځښتونه محکوم کړو دا که کیڼ اړخي یاښي اړخي په تېره بیا اسلام پلوه دي، ځکه چې ګران افغانستان خویوازې زموږ ټولوافغانانوملکیت، ننګ اوناموس دی نه د روسانو.

نو ولې له یوې خوا دا کیڼ اړخي دومره ړانده شول، چې دکریملین په ترخو ودکاوو ځانونه لېوني کړي او دسبا ورځې له تشخیصه ووزي اوله دابلې خوازموږ دا تش په نامه مجاهدین دومره په ځان مین شول، چې هفت ګانه یې یګانه اویا دوګانه نه کړای شول.

که کیڼ اړخي په دې محکوموو، چې مارکسیزم، لینینیزم او ودکاوو ګنګس او له خوده ایستلي وو نو دامحترمو مجاهدمشرانو خو نه چرس وهل نه شراب خو بیا هم له خوده وتلي اود بې پرتوګه پنجابیانواوعربانو د لنګونو اولمنوترسیوري لاندې یې خپل ځانونه شاهان ګڼل.

اوس نو تاسې او خدای ج آیا لمړی ملامتي په روس ورواچوو او که دا خپل محکوم کړو؟

البته چې زه روس ته برائت نه ورکوم روسان تاریخ محکوم کړي او د ټولوزیانونوجبران به یو وخت نه یو وخت راکوي خو راځم دې ته، چې ولې زموږ دهیواد دغو پمنوسیاسي خوځښتونو ددې وس له لاسه ورکړی وو، چې یو او بل په ښکاره او یاپه پټه سره پخلا کړي.

که دسره خلقي او لشم پرچمي په وړاندې دسرسخت ګلبدیني اویا سیافي پخلاینه ناممکینه وه نودا بې ننګان بیاڅنګه د بوینو ډالرو ترسیوري لاندې یوځای په یو پارلمان اویوه کابینه کې سره کښېنستل؟

آیاله امریکايي اشغاله مخکې د روسي اشغال په دوره کې ددغوپورتنیوښاغلوسترګې دومره ړندې اوماغزه له کاره لوېدلي ووچې سوچ یې کړای وای، چې د احمد اومیرویس خان په ملک څه را روان دي؟

روس، امریکا، عرب او تورلینګي پنجابیان کومې نقشې لري؟

درنو لوستونکو!

وايي، دوست به دې وژړوي او دښمن به دې وخندوي هیله ده زما په دغو ترخو خبرو مو زړونه راڅخه بد نشي.

زه ټولوهغو افغانانو ته درناوی لرم، چې زموږ د ملي ګټو اوارزښتونو پلویان وي ولو که په هرسیاسي خوځښت پورې تړلي وي.

ورور که له ورور سره هرڅومره خپګان ولري بلاخره یو او بل منلی اوپخلا کولای شي خو که بیګانه د دوو وروڼو په مینځ کې ځای وموند بیا نو د ښې ورځې تمه مه ورڅخه کوئ.

زموږ کم نصیبو مینځ ته د اسمان له هغه سره داسې سپین سترګي اوبې حیا بیګانه ګان راغلل، چې نه یې رنګونه زموږ په څېر دي نه یې فرهنګ اودودونه زموږ په ډول او نه خو زموږ د ارزښتونو پروا لري.

داد دیموکراسي تربیرغ لاندې نوي استعمارګران اوعام وژونکي امریکایان داهغه جګړه غوښتونکي اووینه تویونکي، چې د نړۍ پرمخ یې په میلیونونو کسان قتل عام کړي، اتومي بمونه یې پرې وروولي قومونه یې دقومونو په وړاندې جنګولي او دمګړۍ یې له منځني ختیځه زموږ تر کوره د اور لمبې راوړې او دم په دم تېل پرې پاشي.

دا د چاڼیزو عملیاتو په پلمه د پښتون قام ټولوژنې (ژنوساید) ته دوام ورکوونکي لېوني اشغالګرد خپل شرمېدلي ښکېلاک دیوې نیمې لسیزې په تېرېدو سره په دې وپوهېدل، چې دوهم ویتنام یې به نصیب شو نو ځکه دلېوني سپي په ډول هرچاته خوله وراچوي.

جان کمپل لېونی یې وايي، چې طالبان د وسلې له اېښودلو پرته بله لار نه لري د استخباراتو ادارې مشر( جیمز کلپر)دامریکا سنا ته ویلي چې افغانستان په ۲۰۱۶زکال کې د سیاسي سقوط له خطر سره مخ دی.

که دسقوط خطریې چې غالبأ ممکین هم دی ومنو نوبیا دا جان کمپل په کوم منطق طالبان وسله ایښودلو ته رابولي کله چې د کابل غلامان له خپلو اجیرو ملېشو سره دوه پښې خپلې او دوه پردۍ کړي مانا وتښتي نو داطالبان بیا چاته وسله په ځمکه کېږدي ونو، غرو او که راغونو ته؟

بله مهمه خبره دا، چې د ارګ په چرسیانواوبنګیانو خوسقوط هسې هم راروان دی نو بیا دکومو اهدافو لپاره امریکایي اشغالګر د ارګ د شرمېدولو اجرې ملېشې چاڼیزوعملیاتو ته لیږي؟

که تاسو د چاڼیزوعملیاتو انجام وګورئ بې د پښتنو له ټولوژنې او د اجیرو ملېشو له تېښتې او ناکامیو بله نتېجه یې نه ده لرلې.

که دزرمت اونورسیمو له په اصطلاح چاڼیزوعملیاتوڅخه راتېر اودډنډغوري فاجعه وڅېړونو دې نتېجې ته به ورسېږو، چې چاڼیز ماڼیزعملیات نه، بلکې د اشغالګروامریکایانو ترټولونارواترین اوبد نام ترین عمل و، چې له پښتنو سره یې وکړ ۳۰ زره بې ګونا کورنۍ یې په دې سره ژمي کې لالهانده اوبې ځایه کړې، دهزاره قوماندان مرادعلي مراد په امرونویې ددغوبې ګناهوپښتنو کورنه غلبېل غلبېل کړل داهرڅه ددې لپاره چې قومي دښمنيوته شدت ورکړي هزاره له پښتون سره واچوي اوپښتون له تاجک او نورو وروڼو قومونو سره او دوی ظالمان خپله سلطه نوره هم پسې وغځوي.

دا پرون پرون د پکتیکا په ګومل کې د طالبانو او داعش ترمینځ جګړه روانه وه جالبه ده، چې په طالبانو باندې د ډرون بمباري په مسلسل ډول ترسره کېده خوپه داعشیانو یوبم هم امریکایانو ونه غورځاوه.

زما په نظر که په زور وي که په رضا دا بې وجدانه اشغالګر باید وشړل شي ولو که له کورنۍ جګړې سره مخامخ هم شو مهمه ځکه نه ده، چې یوازې موږ افغانان به سره پاته اوجګړه ممکین یو څه دوام وکړي، ځاني اومالي تلفات به ولروخو دومره به تباه نه شو لکه دا اشغالګرموچې یوپربل وژني، بېخ او بنیاد موباسي.

موږ افغان وروڼه قومونه یوه ورځ نه یوه ورځ پخلا کېدای شو البته په هغه صورت کې چې اشغالګرموله ملکه وتلي وي خو که ملي حاکمیت ونه لرو، دپردیوتراسارت لاندې واوسو اوپردۍ جګړې ته دوام ورکړونوځان به خوار ګران افغانستان به تباه او خپل دین او دنیا به پخپله په لمبو وسوځوو.

لیکنه مې رالنډوم اوپه سرښندونکو، رښتینواووطنپالو طالبانوغږ کوم، چې که له ځمکې وي که له اسمانه ژرترژره د الوتکوضد وسلې تر لاسه او اشغال ته دپای ټکی کېږدئ.

ژنو مهمې پیښې

د امریکایانو په بموریو کې دملکي وژنو مهمې پېښې

امریکايي ځواکونو درې ورځې وړاندې د کندز ولایت په بزکندهاري سیمه کې لږ تر لږه ۳۲ ملکي وګړي په هوايي بمبار کې ووژل چې اکثره یې ښځې او ماشومان وو. دا لومړی ځل نه دی چې بې ګناه ولسي افغانان د بهرنییو ځواکونو تر ړندو بمباریو لاندې وژل کیږي. په تېرو څو کلونو کې د امریکایانو په هوايي بریدونو او بمباریو کې د ولسي خلکو د قربانۍ ګڼې پېښې رامینځته شوي دي، چې مهمې يې په لاندې ډول دي:

۱ جولای ۲۰۰۲م: په روزګان کې ۴۷ ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې امریکايي الوتکو په واده بمباري وکړه.

۲۷، ۲۹ اپریل ۲۰۰۷: امریکايي الوتکو د هرات ښار ته څېرمه په زیرکوه سیمه دوه ورځې بمباري وکړه، چې په نتیجه کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۲ تنو ولسي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دغې بمبارۍ کې ۱۰۰ کورونه هم ونړیدل.

۱۷ جون ۲۰۰۷: د هلمند په حیدراباد کلي امریکا هوايي برید وکړ او ۴۵ ملکي وګړي یې ووژل.

۷ جولای ۲۰۰۷: د کنړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په څانگار کلي کې د امریکايي ځواکونو په دوه جلا جلا بمباریو کې ۳۵ ولسي وګړي ووژل شول. خلکو د ۱۰ وژل شوو ولسي کسانو مړي ښخول چې پر جنازه بيا بمباري وشوه او شاوخوا ۲۵ کسان پکې مړه شول.

۲۳ اکتوبر ۲۰۰۷: د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۳ ولسي خلک د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې ووژل شول، چې یوازې ۱۱ تنه له یوې کورنۍ څخه وو.

۶ جولای ۲۰۰۸: د ننګرهار په شینوارو سیمه کې د ناټو ځواکونو جنګي الوتکو د واده مراسم په نښه کړل او ۴۷ ملکي خلک یې ووژل، چې اکثریت یې ښځه او ماشومان وو.

۱۴ جولای ۲۰۰۸: امریکايي ځواکونو د نورستان ولایت د وانت ولسوالۍ مرکز ته نږدې کلی بمبار کړ، لږ تر لږه ۳۰ ولسي خلک یې ووژل او ۲۵ کورونه او دوکانونه یې ونړول.

۲۲ اګست ۲۰۰۸: ناټو ځواکونو د هرات ولایت د شینډنډ په عزیزاباد سیمه کې ۹۰ تنه ولسي وګړي د هوايي برید په پایله کې ووژل، چې یوازې ۵۰ تنه یې ماشومان وو. په بمبارۍ کې پنځلس کورونه هم ونړیدل.

۶ نومبر ۲۰۰۸: د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د واده په کور بمباري وکړه چې له کبله یې د ۲۳ ماشومانو، ناوې او زوم په شمول ۴۰ تنه ووژل.

۵ می ۲۰۰۹: په فراه ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې تر ۱۴۰ زیاتو ولسي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په وژل شوو کې ډیری ښځې او ماشومان وو.

۴ سپتمبر ۲۰۰۹: جرمني ځواکونو په کندز کې د طالبانو له لوري په يرغمل شوو دوو ټانکرو هوايي برید وکړ او تر ۱۰۰ زیات وګړي یې ووژل، په وژل شوو کسانو کې ۷۰ تنه ولسي خلک وو.

۱۸ سپتمبر ۲۰۰۹: د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په بمبار کې لږ تر لږه دوه عام وګړي ووژل.

۲۱ فبروري ۲۰۱۰: ناټو ځواکونو په ارزګان ولایت کې ۲۱ ولسي وګړي په هوايي برید کې ووژل او ۳۰ یې ټپیان کړل، چې ګڼ يې ښځې او ماشومان وو. ناټو ویلي و چې دا برید یې په تېروتنې کړی.

۱ مارچ ۲۰۱۱: د کنړ ولایت د ماڼوګۍ ولسوالۍ په ننګلام تنګي کې بهرنیو ځواکونو بمباري وکړه او ۹ ماشومان یې په داسې حال کې ووژل چې د سون توکي (خس او خاشاک) یې راټولول.

۲۲ اپریل ۲۰۱۱: د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د سړک جوړونې په یو شرکت هوايي برد وکړ او د دې شرکت ۳ ساتونکي یې ووژل.

۲۷ می ۲۰۱۱: د ناټو ځواکونو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې بمباري وکړه او ۱۴ ولسي وګړي یې ووژل، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو.

۲۱ جون ۲۰۱۱: امریکایانو د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د سرغچ کاریز په سیمه کې بمباري وکړه چې له کبله یې ۶ تنو ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۲۸ جون ۲۰۱۱: د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په مزراباد سیمه کې امریکایانو بمباري وکړه، چې په نتیجه کې يې ۶ ماشومان او ۲ ښځې ووژل شوې.

۲۵ جولای ۲۰۱۱: د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ایساف چورلکې ۲ ماشومان او یو ملا امام په ډزو ووژل.

۱۳ می ۲۰۱۲: د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو هوايي بمبار وکړ چې په نتیجه کې يې له ۹ تنو ولسي خلکو ژوند واخیست. په وژل شوو کې ۵ ښځې وې.

۴ جون ۲۰۱۲: امریکايي ځواکونو د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په سجاونډ سیمه کې د بشیر اخوندزاده په نامه یو قومي مشر پر کور هوايي برید وکړ، چې له امله یې پخپله د بشیراخندزاده، ښځې او ماشومان ووژل شول چې شمېر یې ۲۱ ته رسېده.

۱۵ سپتمبر ۲۰۱۲: د لغمان په الینګار ولسوالی کې د بهرنیو ځواکونو په برید کې ۸ تنه ميرمنې چې غره ته د خس او خاشاک د ټولولو لپاره تللې وې، ووژل شوې.

۱۳ جنوري ۲۰۱۳: د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې ۱۶ ملکې وګړي د سهار لمانځه پر مهال د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې ووژل شول.

۱۳ فبروري ۲۰۱۳: د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې ایتلافي ځواکونو د خلکو په کورونو بمبار وکړ او ۱۴ ولسي وګړي یې ووژل.

۱۳ مارچ ۲۰۱۳: ناټو ځواکونو د غزني ولایت په سفندي ولسوالۍ کې پر یو موټر هوايي برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه ۲ عامو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۶ اپریل ۲۰۱۳: امریکايي ځواکونو د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې په یوه کلي ړنده بمباري وکړه چې له امله یې درې کورونه چې د دریوو وروڼو وو په بشپړه توګه ویجاړ شول او ۲۲ تنو ملکي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۷ سپتمبر ۲۰۱۳: په کنړ ولایت کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ولسي خلکو په هغه موټر هوايي برید وکړ چې له اسعداباد څخه د ګمبیر سیمې ته روان و. په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۶ تنه ووژل شول.

۲۳ نومبر ۲۰۱۳: امریکايي بي پیلوټه الوتکو د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په کوڼ کلي کې ولسي کور بمبار کړ او د یوي ښځې او دوه ماشومانو په ګډون یې ۹ ملکیان ووژل.

۱۶ جنوري ۲۰۱۴: امریکايي ځواکونو د پروان په سیاګرد سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي په هوايي برید کې ووژل.

۹ سپتمبر ۲۰۱۴: امریکايي ځواکونو د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په باډېل دره ککې ولسي وګړي په هوايي برید کې په نښه کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۱ تنه ووژل.

۲۷ سپتمبر ۲۰۱۴: د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې دوه ښځې ووژل شوې.

۱۲ اکتوبر ۲۰۱۴: د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز د نیازیو کلا په سیمه کې بهرنیو ځواکونو بمبار وکړ، چې له امله یې ۷ تنه عام وګړي
ووژل شول. په وژل شوو کې یو سپین ږیری او یو ماشوم شامل و.

۱۰ ډیسمبر ۲۰۱۴: د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو په یو باغ بمباري وکړه چې په ترڅ کې د ښوونځي ۵ تنه زده کوونکي په داسې حال کې ووژل شول چې د کانکور ازموینې لپاره یې تیاری کاوه.

۲۵ ډیسمبر ۲۰۱۴: د لوګر ولایت په بره‌ کي برک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې د دوو کورنیو ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۶ جنوري ۲۰۱۵: د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په شوړيک سيمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲ تنه ولسي وګړي ووژل شول.

۱۷ جنوري ۲۰۱۵: د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې یو ځل بیا له ۳ ملکي کسانو ژوند واخیست.

۱۹، ۲۰ فبروري ۲۰۱۵: د امریکایانو په هوايي برید کې د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۹ تنه عام وګړي ووژل شول.

۲۱ فبروري ۲۰۱۵: د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو ۵ تنه ملکي وګړي په داسې حال کې ووژل چې په بایسیکلونو کور ته روان وو.

۷ اپریل ۲۰۱۵: په کنړ ولایت کې یوې ښځې او ۱۱ ماشومانو د هوايي برید له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۳۰ اپریل ۲۰۱۵: د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په کلتيپه سيمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۶ تنو ولسي وګړو ژوند واخیست.

۵ جون ۲۰۱۵: د امریکا بې پیلوټه الوتکو د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د جنازې مراسم په نښه کړل او ۳۴ ولسي کسان یې ووژل.

۲۲ جون ۲۰۱۵: د کندز په چهاردرې ولسوالې کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو په یو مسجد برید وکړ او ۸ ماشومان یې په داسې حال کې ووژل چې د قرآن کریم په زده کړې بوخت وو.

۲۶ اګست ۲۰۱۵: د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د کودیخیلو په سیمه کې امریکايي الوتکو د یوې کورنۍ ۳ تنه هغه وخت ووژل چې د سیلاب اوبو وړي بندونه یې بیرته تړل.

۳ اکتوبر ۲۰۱۵: په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون امریکايي الوتکو بمباري وکړه او ۱۰۰ په شاوخوا کې یې عام خلک ووژل، چې ټول یې ناروغان او د روغتون طبي پرسونل وو.

۱۹ اکتوبر ۲۰۱۵: بهرنیو ځواکونو د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په تمور سیمه کې د واده پر مراسمو بمبار وکړ او ۶ تنه يې ووژل.

۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵: امریکايي الوتکو یو ځل بیا د لوګر په خروار ولسوالۍ کې هوايي برید وکړ او د درې ماشومانو په ګډون یې ۶ تنه ووژل.

۶ اپریل ۲۰۱۶: امریکايي الوتکو د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې په یوه ډاټسن موټر بمبار وکړ او ۲۰ تنه ملکي خلک یې ووژل. په وژل شوو کسانو کې ۱۷ تنه قومي مشران وو د جرګې په موخه له یوه کلي بل کلي ته روان وو.

۲۸ اپریل ۲۰۱۶: د خوست ولایت په مرکز کې امریکايي الوتکو په یوه سراچه موټر بمبار وکړ او ۳ ملکي وګړي یې په داسې حال کې ووژل چې سهار وختي د خوست ښار ته پر لاره وو.

۱۱ جون ۲۰۱۶: د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د عامو خلکو په موټرو هوايي برید وکړ او ۱۱ تنه عام خلک یې ووژل.

۱۵ جولای ۲۰۱۶: امریکايي ځواکونو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ولسي خلکو مسافرو وړونکو موټرو بمبار وکړ، او ۲۰ تنه مسافر چې غوښتل د هلمند دیشو ولسوالۍ ته ځان ورسوي، په لار کې ووژل.

۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶: امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ په مرکیخیلو سیمه کې د یو دیني عالم «مولوي محمد عالم» پر کور د چاپې نه وروسته په کلي بمباري وکړه او د یوې ښځې په ګډون یې ۴ کسان ووژل او تر ۳۰ زیات یې ټپیان کړل.

۳۱ اکتوبر ۲۰۱۶: د امریکا بې پیلوټه الوتکو د رزوګان ولایت مرکز د ترینکوټ په درویشان سیمه بمبار وکړ او ۳۵ کسان کلیوال یې ووژل.

۳ نومبر ۲۰۱۶: امریکايي ځواکونو د کندز ښار په بزي کندهاري سیمه په یو کلي بمبار وکړ چې په کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۲ تنه ملکي خلک ووژل شول او ۵۰ کورونه په بشپړه ډول ویجاړ شول.

باید وویل شي چې پورتنۍ احصائیې د ملکي وژنو ټولې پېښې نه دي راخیستي، بلکې تنها هغو هوايي بریدونو او بمباريو ته یې اشاره کړې چې تر پراخ رسنیز پوښښ لاندې راغلي وي. دغه راز په دې احصائیه کې د ملکي وژنو هغه شمېرې هم نه دي ذکر شوي چې بهرنیو ځواکونو په چاپو او عملیاتو کې د ټوپک په ژوندیو مرمیو مخامخ وژلي وي، بلکې تنها د بمباریو او هوايي بریدونو پېښو ته اشاره کوي.

د یادونې وړ ده چې د واټسن موسسې لخوا تېر کال یوه احصائیه خپره شوې وه چې پر اساس یې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په تیرو څوارلسو کالو کې سل زره (۱۰۰۰۰۰) بې ګناه ملکي افغانان وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هيښ ويښ
میلمه
هيښ ويښ

خانه اباده !
دا خو دی بسته کتاب ليکلی دئ، لوستلو ته يې هفتی په کار دي .
بيا هم خير يوسی .

جميل
میلمه
جميل

ګران او محترم بسمل صاحب السلام عليکم ورحمته الله الله تعالی دی د وخت د ضياع او د کلک ايمان او ښه همت اجرونه درکړی . دا منو چی د نورو کفارو په وسلو به امريکا ژر ووزی ، خو د دی نورو کفارو د احسان سره بيا څه وکړو ، همدا اوس الحمدلله طالبان پر مخ رهی دی نه پر شا او په همدی ضعيفه وسلو چی هغه هم اکثره لدوی څخه اخلی بريالی ښکاری ، دښمنان يی پر ګونډو کړی او تښتی ته اړ کړيدی . داهم منو چی هغه ظلمونه چی غاصب کفارو او منافقينو پر پښتنو… نور لوستل »

انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

بسمل ته.
ځکه چه کورنی جګړه زور واخلی،د ستا په شان خلک له افغانستان څخه اروپا او امریکا ته ورتښتی،بیا دوی سوسیال نه شی ورکولای،
د افغانانو د مرګ او ژوند په غم کی نه دی،داسی لکه طالیب او دولت یی چه غم کی نه دی،

Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

نوم دی انجنیر خو فکر دی د خټګر هم ندي.خارجې جګړه ماران له ټول قوت سره په تیښته دې،داخلی جګړه ماران ټول (بګیل)شوې،نو څوک به جګړه کوی.هیڅ کس د مجاهد ولس سره د جګړی وس او توان نلرې.

اجمل
میلمه
اجمل

روف ته: اوس څنګه یی؟ څوک په تښتی کی دی، د قطر دفتر به هم درباندی بند شی. ورته ټینګه یی کړه.

الحاج استاذ بیانزی ش
میلمه
الحاج استاذ بیانزی ش

بسمل صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ! ستاسی له اموزنده لیکنو او تبصرو ګټی پورته کوو الله ج دی اجرونه درکړی، طبیعی خبره ده چه په غلامانو او شیطانانو به موثریت نه لری د اغوذبالله په ویلو شیطانان تښتی څومره چه د اعوذوبالله ویل زیاتوالی کوی د شیطانانو ځغاستل هم زیاتوالی کوی. هر چیری چه اوسی الله ج دی تر دی لا زیاته وړتیا او پیاوړتیا په برخه کړه. هر چا ته الله ج ځانګړی وړتیا ورکړی د سنګر مجاهد ته یی په سنګر ، او د قلم مجاهد ته یی په لیکلو، او دمال او دولت مجاهد ته… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

له یوی خوا دسولی خبری، له بلی خوا ستاسو کسانو غوندی جاهله اشخاص، چی هم خبری کوی له کافرو سره او هم جنګ، څه شوه نتیجه یی. اوس #### کړی. په خپل رنګ کوټ شوی. مرګ تاسو ته ډیر ښه دی ټول مړه شی، ورک شی. ملت مو وشرماوو.

احمد
میلمه
احمد

اجمله؟
ملت را خو کسی شرماند که خودت واری غلام وچتل فکر دارد، و خداوند شما غلامان تاغوت و يهودو نصارا را مهوه کند که تمام انسانيت را شرماندين.

مجاهد
میلمه
مجاهد

تاسی خو کمیشن کاران یاست نه مو ملامتوم چه هر چا هر څه درته وویل هغه وایاست چه خپل کمیشن جوړ کړی مګر په بادارانو مو لعنت چه ستاسی غوندی کمیشن کاران یی استخدام کړی

تاسی فرمایی: د هغه چا سره چه جنګ کوی هغه سره د روغی جوړی خبری هم کوی ؟ نو خبری باید د مخالفیتو او د جګړی دواړو خواوو ترمنځ وشی او که د دوستانو ترمنځ د روغی جوړی خبری باید ترسره شی ؟ که د تبصری لیکنی وخت کی خوب او خیال او یا نیشو کی واست ؟