افغانستان

سرور دانش- نوماندانو ته: ټولې پېچلتیاوې له منځه ولاړې ټاکنو ته تیاری ونیسئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له طالبانو سره روان مذاکرات لغوه اعلان کړل؛ د ګډ حکومت د مشر دوهم مرستیال په نوماندانو غږ کړی څو ټاکنو ته تیاری ونیسي.

دانش چې نن یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « اوس نو د ټاکنو د ځنډېدو په تړاو ټول ابهامات او ګومانونه له منځه تللی او وخت دی، چې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان پرته له کومې ویرې ټاکنو ته تیاری ونیسي ».

نوموړی د سولې د مذاکراتو لغوه کېدلو ته خوښ اېسیده او په همدې تړاو يې وویل « نن ډېر خوښ یم چې د افغانستان د حکومت حقانیت ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو رهبرۍ ته څرګند شو، د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول فریاد کاوه چې طالبان هيڅ ژمنې او تعهد ته ژمن نه دي او مذاکرات د خپلې بریا په مانا بولي؛ چې له امله یې په دې وروستیو کې تشدد ورسره زیات شوی هم وو».

دانش له دې سره، سره یاده کړه ، چې حکومت یې د سولې په برخه کې هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو دی؛ خو په جمهوریت، ډيموکراسي او اتلس کلنو لاسته راوړنو معامله نشي کولای.

د ګډ حکومت د مشر دوهم مرستیال داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو په لغوه کېدلو خوښي ښیي، چې افغانانو له یادو اوږدو مذاکراتو د تشدد د پای ته رسېدلو او  جګړې د ختمېدلو  تمه درلوده او په دې هیله وو، چې دا مذاکرات به له افغانستان څخه د جګړې لمن ټوله کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدی

دا خوشحالی نه ده، فقط د ځان تېر ایستل دي.هسي هم له اوله سره دوی سوله نه غوښتل، ځکه خپلي ګټي یې په خطر کي لیدلې، فقط یوه بهانه یې ورته لټول. ان شاء الله لږ وخت مو پاته دی، ډېر ژر به رسوايي ته سره راووځئ!

جميل

چی دا څومره بی وجدانه او پست خلګ دی ، که امريکی وويل چی د افغانستان انتخابات دی وشی نو ودی شی او که يی وويل چی نکيږی نو نکيږی ، د ټرمپ تر لاس لاندی(پمپيو) او د هغه تر لاس لاندی(جان باس) تر اوسه د انتخاباتو په هکله امر ندی ورکړی چی انتخابات دی وشی کنه . ای د دين ، د آزادی او د سولی بی دانشه دښمنه دا د امريکی کوم ايالت ندی چی د ښځو د دلال يو لمسی دی پريکړی پکښی وکړی او د خپل پشان نور او خپل بيهمته غلامان خوشحاله کړی . دا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x