د سولې خبرې لغوه کول؛ د ټرمپ پرېکړه که د فشار اچولو هڅه؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل):د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره شپه له طالبانو سره د نهايي شوې مسودې په اړه مذاکرات  او د هغه په وينا له لوړپوړو طالب مشرانو ليده کاته لغوه کړل.

د امریکا او طالبانو له نهو مياشتو او نهه پړاوه ستړي کوونکو مذاکراتو وروسته دواړه لوري وتوانېدل، چې د سولې مسوده بشپړه کړي، خو دغه خبرې او د روانې جګړې د پای ته رسولو ټولې هڅې يوازې په دې بهانه له منځه يوړې، چې طالبانو يو امریکايي عسکر وژلی دی.

د کارپوهانو په وينا د ټرمپ دا دلیل ډېر د منلو نه بريښي؛ ځکه امریکا د طالبانو د سختو جګړو او ټينګ مقاومت له امله له طالبانو سره خبرو او له افغانستانه وتلو ته تياره شوې ده.

د تېرو نهو مياشتو خبرو پر مهال د طالبانو په چاودنو او سرتېرو بریدونو کې لسګونه امریکايي عسکر وژل شوي، خو ټرمپ دا خبره يوازې هغه مهال کوي، چې د سولې خبرې نهايي شوي او يوازې لاسليک او اعلان ته يې وخت پاتې دی.

که څه هم د ګډ حکومت چارواکو او جګړه غوښتونکي کسان د ټرمپ هوکړې ته خوښ دي، خو کېدای شي د ټرمپ دغه څرګندونې پرېکړه نه، بلکې د يو فشار واردولو هڅه وي، چې طالبان په اخره کې خپلو شرطونو منلو ته اړ کړي.

امریکا هڅه کوي، چې طالبان د لږ شمېر عسکرو او استخباراتي ځواک منلو ته اړ کړي او ورسره د سولې وروستۍ هوکړې د امریکا له ګټو سره سم وشي، خو طالبان پر خپل دريځ ټينګ ولاړ دي او وايي، چې د سولې خبرې يوازې هغه مهال بريالۍ کېدای شي، چې ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي او په هېواد کې اسلامي نظام رامنځته شي.

په ظاهره داسې ښکاري، چې د خبرو لغوه کول د ټرمپ پرېکړه نه ده، بلکې د فشار واردولو هڅه ده؛ د ۲۰۱۸ کال په جون مياشت کې هم د کورنيو چارو وزارت پر ودانۍ امبولانس موټربم کې ۹۵ کسان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپيان وو، هغه مهال هم ټرمپ له طالبانو سره له خبرو سکوټ انکار وکړ، خو څو ورځې وروسته امریکايي ديپلوماتانو د ټرمپ د څرګندونو پر خلاف له طالبانو سره عملا خبرې پيل کړې.

ټرمپ په تېرو وختونو کې بار بار له جنرالانو د جګړې ګټلو وروستۍ نېټه غوښتې، خو هېچا د جګړې ګټلو ټټر ورته نه دی وهلی او ټرمپ وايي، چې دی باید دا جګړه پای ته ورسوي او خپل عسکر بېرته کورونو ته بوځي.

واک ته د رسېدو په لومړيو کې هم ټرمپ خپلو جنرالانو د جګړې ګټلو لپاره ټول واک ورکړی و، خو وروسته دې پایلې ته ورسېد، چې دا جګړه نشي ګټلی او بايد له طالبانو سره د مخامخ خبرو له لارې جګړه پای ته ورسوي.

اوس، چې په امریکا کې ولسمشريزې ټاکنې راروانې دي، ټرمپ باید د خپل ټاکنيز کمپاین لپاره ولس ته د جګړې ختمولو زیری ولري او په هر صورت چې وي، باید روانه جګړه پای ته ورسوي.

د ټرمپ سربېره ډېری سياسي او نظامي چارواکي او کارپوهان په دې باور دي، چې امریکا نوره روانه جګړه پای ته ورسوي او ښايي په لنډو ورځو کې امریکا د زهرو دا غوړپ وکړي او بېرته له طالبانو سره خبرې بېرته خبرې پيل او په نهايي شوې مسودې نور پرمختګ او بالاخره د هوکړې د لاسليک او اعلان نېټه هم معلومه شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
9 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

دا قروني ، میراثي جنایتکاران به نه يواځې خپل عساکر باسي بلکې د افغانستان داسلامي امارت د ورانېدو نقصانونه او زیانونه به هم ورکړي ! عجیبه خو دادی چې په افغانستان کې په سلګونو بې ګناه واړه او زاړه ددوی له لاسه مري خودا فاسدترمپ د یوو امریکایې عسکر په وژلو داسې یو حساسیت ښکاره کوي چې سوله شاته غور ځوي. ترمپ ډیر فاسد شخصیت دی هغه له سیاسته لرې دی خو امریکایان ډیر په سیاست ناپوهه خره خلک دي چې دغسې یو لډر یې انتخاب کړی دی .

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…پتنګ ته،
په دا برید کی یوازی یو امریکایی نه، بلکه ورسره نور یوولس افغانان هم وه ،نور په لسګونو افغانان زخمیان شول.
دا برید ته څه ضرورت وه؟په ۲۳ سپتمبر باندی سوله لاسلیک کیده،
سوله راتلو سره باید طالیبانو بریدونه وای کړی،
طالیبان د جنګ ورانی لپاره دی،په سیاست نه پوهیږی،یو پنج کتاب یی لوستی وی،وزارت خارجه چوکی غواړی،

اجمل
میلمه
اجمل

پتنګ ته: طالبان له هغوی نه بدتره خره دی. ملا برادر چی خپل عصاب یی له لاسه ورکړی اته کاله زندان یی تیر کړی هغه په سیاست څه پوهیږی. عباس خو په ابتدا کی غوښتل ویل به یی چی ملی اردو دی ړنګه شی څه پکار راځی. سیاست دی ته وایی. تر اوسه هم ویده یی څه وخت به راویښږی.

اجمل
میلمه
اجمل

دا به کوم منطق ومنی چی له یوی خوا د سولی خبری وی، او له بلی خوا جنګ. فشار اچول خو طالبانو شروع کړل. په کندز، بغلان، کابل او فراه د هغوی بی هدفه حملی. د امریکانو سره د سولی خبری په نهایی وخت کی بیا د طالبانو حملی د خارجیانو په مهمانخانی باندی په کابل کی. سوله موله خو طالب صیب برابر کړه. او زما خبره په یاد راولی چی ویل به می: سوله موله نشته بیغمه اوسی کفار مو آزمویی تاسی د سیاست خلک نیاست او نه هم پر سیاست پوهیږی.

اجمل
میلمه
اجمل

اوس ## ور ته ټینګه کړی تر یو لسو کالو نور. تر هغه وخته به انشاالله هیبیت الله هم ووژل شی، د قطر ## به هم یو پر بل پسی مړه یا ورک شی، او پاکستان به هم د هند لخوا ټوټی ټوټی او افغانان به انشاالله که خدای کول لدی بدبختی څخه خلاص سی. اوس حکومت ته لازمه د ستر عملیاتونه پکار واچوی او د لبانو چړی وړی وباسی چی سوله څه ته وایی. خدای مو خوار کړه زما مشوری تاسو ته خوسی خبری ښکاریدې.

رحمت الله
میلمه
رحمت الله

ترمپ یو دکاندار دی فکر کوم غواری له دیر و مکارهگی گانو، (لکه دی جگری ته بینالافغانی رنگ ورکول او تینگار یی چی له دولت سره خبری وشی او بیا د پنجاب تاپه پری وهل او… دیری نوری منافقتونه یی د سالم او صادقانه دیپلوماتانو په مقابل ) وروسته خپله دکانداری لغمانی چل وکری لکه لیلامی سرایونوکی د یو بوت په رانیولو که له دکانداره ولار شی بیا ستا په قیمت راضی شی، په دی دول په طالبانو باندی فشار زیات کری. تر او سه په تولو معاهداتو کی یی له اروپا او کانادا او اوس ایران سره دا چل… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

د امريکی متزلزله سياست اوس ټولی نړی ته روښانه شويدی ، د دی خرمسته نشه يانو عقل لا سرته ندی ورغلی ، د دی بيشرمو بيحياوو دی دا پياد وی چی دوی به بيا د همدی غازيانو سره مذاکراتو ته کښينی ، دا امپراتوری شکنه هيواد به پريږدی او تښتی به . هرڅه د هغه مبارک ذات پلاس کی دی چی رب العالمين دی ، هغه څه به کيږی چی د هغه رضا وی ، داچی څومره نور غازيان او شهيدان لدی بيوزله او کړيدلی ولس نه خوښوی او په خپلو ښکلو جنتو يی نازوی داهم د هغه پريکړه او… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

چمیل ته: مونږ ټول چی کله ناکامه شو بیا پړه په الله اچوو. وایو: دا هر څه د الله له طرفه دی. نمی ویل چی دا شړی به وړی نشی. نمی ویل چی لږ سیاست زده کړی د الله په خاطر. ټول په هوا ګرځیدی. بیانیزی به هم ویل کافران مو په ګنډو کړل اوس لږ صبر وکړی چی دا د قطر دفتر هم پر تاسو ونړل شی بیا به پته درته ولګیږی.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
ولس که هر څومره نعری سری وکړی .چه بی ځایه بریدونه مه کوی،خو طالیبانو داسی نا تړکه بریدونه وکړه چه اګست میاشت کی دولت او طالیبانو په زرګونو ولسی خلک ودړل او په زرګونو کورنی یی د غم په ټغر کینولی،امریکا او طالیبان د سوله په درشل کی هم وو، نتیجه،
طالیب چه ظلم وکړ،الله ج هم غټ ظالیم په نازل کړ،
دومره بریدونه ته څه ضرورت؟په کندز برید،فراه،زابل.بغلان د ۱۹۹۲ کال یی جوړ کړ،امریکا هم خبری لغو کړی،
متل طالیبانو ته.وایی چه په پچه ودریده کشمیر یی ولید.
الله ج خیر کوی،
د حالات طالیبانو غوښت.

مجاهد
میلمه
مجاهد

فکر کوم غمی پشتین د ډونالډ ترمپ بل نوم دی چه به پشتو خبری کولای شی د امستردام په ### ## کی هستوګنه لری

اجمل
میلمه
اجمل

دا سیاست ندی چی طالبان وایی امریکایان دی ټول ووځی او په ملک کی دی اسلامی نظام قایم شی. کوم اسلامی؟ هماغه چی د امارت په نوم جوړ شوی وه. هغه نظام خو ما هم ولیده چی د یو تلیفون کولو لپاره به مو پاکستان ته منډی وهلې. ټول امیرکایان ووځی چی طالبان بیا قتل عام شروع کړی، حکومت ړنک کړی، د عباس په خبره اردو ړنګه کړی، نظلم دسپلین او یونیفورم له بینه یوسی. ټول امریکایان ووځی چی افغانستان یو وار بیا د عربیانو، ازبکانو، پنجابیان ترننګ سنتر وګرځی. ما خو ویل چی تاسی طالبان پر سیاست نه پوهیږی… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

خو د دې ټولو نکامیو ترڅنګ که طالبانو مذاکرات کامیاب کړي وای، بې له شکه دوی به ډېر هغه څه لاسته راوړي وای چې حق یې هم نه جوړېده، خو طالبانو دا غوړه مړۍ په ځان زهر کړه او په ډېر کبر، غیرمصلحتي چلند او سیاسي ناپوهۍ یې دا پروسه دومره پیچلې کړه چې اخر د امریکا زړه هم ورته تنګ شو او دا پروسه يې ودروله. بیانزی او جمیل خو پر آسمانونو کی چکر واهه. عباس ستانکزی ملا تړلی وه چی اردو منحله کړی. اوس به په پاکستان کی هم په امن کی نه یی. کله کله انسان ډیر… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

اچمل ته
زمونږ ټوله بريا او عزت د الله تعالی پيرزوينه ده چی څومره شکرونه وکړو بياهم لږ دی چی په څه د چا سره جنګيږو .
چی تاسی ولی د ټرمپ ليونتوب او ناکامی د طالبانو ناکامی بولی ، دا د کافر مرده ګاو کافر لمسی ولی دومره ښه درته ايسی ، څه يی درکړیدی ؟؟؟
دا پياد ولری چی همدا ټرمپ بادار به مو بګيلانو غوندی بيا د همدی غښتلی غازيانو سره مذاکرات کوی ، اشغالګر پر ګونډی دی ډير ژر به پر مخ ولويږی ان شاءالله