افغانستان

چين: بهرني عسکر بايد په مسوولیت او منظمه توګه له افغانستانه ووځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې او امنيتي وضعيت په اړه د چين، پاکستان او افغانستان درې اړخيزې ناستې کې درې واړو هېوادونو هوکړه کړې، چې د افغانستان اوږدمهالې جګړه بايد په سياسي هلو ځلو پای ته ورسيږي.

له دغې ناستې وروسته د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي، بهرني پوځيان بايد په منظمه او مسؤولانه توګه له افغانستانه ووځي او نور بايد دغه جګړه پای ته ورسوي.

چين په سيمه کې د امريکايي حضور مخالف هېواد دی او فکر کوي، چې د دوی د اقتصادي پروژو او سيمې د ثبات پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ په افغانستان کې د امریکا جګړه ده او له همدې امله تل هڅه کوي، چې د افغانستان جګړه له سوله‌ ييزې لارې حل او فصل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دغه خبري غونډې ته وويل، د درې اړخيزو ناستو له امله د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې ښه والی راغلی او په تېر جون مياشت کې يې اسلام اباد د اشرف غني سفر د کابل او اسلام اباد په اړيکو کې غوره پرمختګ بللی دی.

د ګډ حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني د افغانستان سولې په اړه د چين له هڅو مننه کړې او په عين حال کې يې پر طالبانو غږ کړی، چې د بین الافغاني خبرو لپاره له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

کله چی سیاسی مشران یی ځانته او جهادی رهبران یی ځانته ډنګوی داسی معلومیږی چی هر یو ګروپ د خپلو شخصی منافعو په لټه کی ده او په افغانستان کی داسی شخص او ډله یا ګوند پیدا نه شو چی د افغانستان ملی منافع په نظر کی ونیسی او دی هیواد لپاره سولی او ثبات نظر ولری. ځکه هر یو کوښښ کوی چی امریکا او نوری نړی ته د خپلو شخصو یا ګوندی ګټی پر بنا خبری وکړی او یو ډول امتیازات تر لاسه کړی، ځکه که پر عام او بیچاره ولس هرڅه تیریږی پر دوی یی څه، ځکه د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x