طالبان: د مذاکراتو درول به د امریکا د سولې ضد دریځ نور هم ښکاره کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د امریکايي ولسمشر ټرمپ هغو څرګندونو ته ځواب ویلی چې له مذاکراتو څخه یې شاتګ او د دغسې پروسې د درولو اعلان یې کړی و.

طالبانو په همدې تړاو یوې اعلامیه کې ویلي چې د مذاکراتي بهیر درول به تر هر چا ډیر تاوان خپله امریکا ته ورسوي.

اعلامیه زیاتوي چې د ټرمپ اعلان به د امریکا اعتبار زیانمن، د سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره، تلفات به یې زیات او د امریکا سیاسي موقف متزلزل معرفي کړي.

طالبان وايي چې د مذاکراتو په جاري ساتلو یې ثابته کړه چې که د جګړې پر ځای د تفاهم لاره خپله شي دوی ورته تر پایه ژمن دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ نن په یو ټویټ کې ویلي و چې ټاکل شوې وه له طالبانو مشرانو سره تېره شپه په واشنګټن کې وګوري، خو په وینا یې «ما دغه ملاقات لغوه کړ». د طالبانو اعلامیې هم دې لیدنې ته اشاره کړې او لیکي: «د امریکا متحده ایالاتو ته د جمهور رئیس ټرمپ له لوري د ورتګ بلنه ډاکټر زلمی خلیلزاد د اګست د میاشتي په ورستیو کې راکړه موږ یاد سفر په دوحه کې د توافقنامې تر لاسلیک پوري ځنډولی و».

ټرمپ زیاته کړې وه چې د سولې مذاکرات یې په دې خاطر ودرول چې په خبره یې، طالبانو په کابل کې برید وکړ او د دوی یو عسکر یې وواژه. د طالبانو اعلامیې د نوموړي دې خبرې ته غبرګون ښودلې او زیاته کړې ده: «د توافقنامې تر لاسلیک مخکي په یوه برید عکس العمل ښودل، نه د حوصلې او نه هم د کومې تجربي ښودنه کوي، په داسي حال کې چې تریاد برید لیږ وړاندي متحده ایالاتو او داخلي ملاتړو یې په ګڼو بریدونو کې سلګونو افغانان په شهادت ورسول او شتمنۍ یې د اور خوراک کړې».

طالبان وايي چې توافقنامه یې نهائي کړې وه او امریکايي ټیم تر پرونه پورې له شویو پرمختګونو راضي و او دواړه لوري د لاسلیک په چمتووالي بوخت وو.

اعلامیه زیاتوي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په تاریخ موافقه هم شوې وه او ټاکل شوې وه چې د توافقنامې تر لاسلیک او اعلان وروسته د روانې سپتمبر میاشت په ۲۳ نیټه بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

طالبان وايي چې د دوی پالیسي «پخه» او دریځ یې «غیرمتزلزل» دی او په وینا یې دوی تل د تفاهم غږ اوچت دی. همدا راز باور څرګندوي چې «امریکايي جهت به بیرته همدې دریځ ته راځي».

طالبانو د اعلامیې په پای کې ټینګار کړی چې هیڅکله به د اشغال له خاتمې پرته په بل شي قانع نه شي او د همدې هدف لپاره به «روان جهاد» ته دوام ورکوي او په «نهايي بري» کلک باور لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

قربان دشم طالبه خبرې او کړن دې یو دي اوهم د خبرې منطقي او غیرتي دي الله پاک د بری درکړي انشا الله موفقیت به مو په برخه وي ځکه چې ستاسو کړنې داولس اراده او د ازادي لاره ده .

اجمل
میلمه
اجمل

طالبانو په دې کار سره څو تاوانونه وکړل، یو دا چې دوی به وژل کیږي او تر پخوا به لا ډېر ووژل شي، که مخکې په پاکستان کې خوندي ګرځېدل، اوس به هغه ځای هم ورته سور اور شي. دویم دا چې امریکا دنیا ته وښودله چې دوی غواړي له افغانستان څخه ووځي، خو طالبان نه ورسره جوړېږي او په دې خاطر دوی ته په افغانستان کې د پاتې کیدو بهانه جوړه شوه. دریم دا چې ټاکنې به کیږي او طالبان به بیا پنځه کاله جنګیږي چې د ټاکل شوي حکومت وخت پای ته ورسیږي او د دوی لپاره د… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

اجمل لا لا ! بری د هغو خلقو په لوري ده چې د حق په لاره روان وي او دا زمونږ طالبان وروڼه دي ، خلقی ، پ چمی او افغان ملتی دې په هر چا ځان خرڅوي او خرڅ کړی دی خو مدیریت یې بیا نشي کولی! دا خبرې خو د غنی خیلو او دالر خیلو دي چې منطق پکښې نشته يوازې دالر سالاري ته ځان برابرول دي او دیوې فاسدې چپې خلق ، پر چم او افغان ملتیانو د فکر استازیتوب کوي : – هغه وخت چې له سلو زرو زیات امریکایان او متحدینو یې په افغانستان کې… نور لوستل »