افغانستان

بغلان: طالبانو ګذرګاه ولسوالۍ نيولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بغلان ولايت ګذرګاه ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او ټولې پوستې نيولي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بغلان ګذرګاه ولسوالۍ يې له دولتي ځواکونو څخه نيولې ده او ګڼ شمير عسکرو ته
يې مرګ ژوبله اړولې ده او ځينې نور يې له سيمې څخه تښتېدلي دي.

مجاهد وايي چې په دې بريدونو کې يې زياته اندازه سپکې او درنې وسلې او نظامي توکي هم نيولي دي.

طالبان د بغلان ګذرګاه ولسوالۍ په داسې وخت کې نيسې چي تيره ورځ يې د کندز دشت ارچي ولسوالۍ هم نيولې ده.

طالبانو ويلي وو چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ سربيره يې امنيه قومندانۍ، استخباراتو رياست، د کلوپ بيس، د نظم عامه بيس او ۲۳ نورې پوستې نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په دولتي اهدافو د طالبانو بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې له امله یې د دولتي ځواکونو له لاسه ځينې سيمې هم وځي او تلفات ور اوړي.

د بغلان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x