نړۍ

پومپيو: امریکا اوس هم له طالبانو سره خبرو ته لېوالتيا لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، که طالبان د سولې په هوکړه کې ځانګړي شرطونه ومني، امریکا اوس هم له

طالبانو سره خبرو ته لېوالتيا لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له «سي ان ان» تلويزون سره د خبرو پر مهال ويلي، طالبانو د سولې په مسوده کې منلې، چې افغان مشرانو سره به خبرو ته کيني او د القاعده په څېر بهرنیو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کوي.

مايک پومپيو دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونلد له طالبانو سره مذاکرت لغوه کړي او د هغه په وينا په کمپ ډيويډ کې يې له طالبانو سره پلان شوې ناسته هم لغوه کړې ده.

ښاغلي پومپيو له طالبانو سره د خبرو لغوه کولو په اړه د ولسمشر ټرمپ د دريځ ملاتړ کړی او زياته کړې يې ده، چې طالبانو په مذاکراتو کې د زيات امتياز اخيستو په موخه په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير د ټرمپ له لوري واشنګټن ته د لوړپوړو طالب مشرانو د ورغوښتو ملاتړ کړی او زياتوي، «که ته غواړې، چې د سولې او امن لپاره مذاکرات وکړې، نو بايد له ځينو بدو کرکټرونو سره هم معامله وکړې.»

نوموړي هغه رپوټونه هم رد کړي، چې کمپ ډيويډ کې د طالب استازو د ورتګ بلنه د افغان حکومت په غوښتنه لغوه شوې ده.

د پومپيو په وينا دا د سپينې ماڼۍ خپله پرېکړه وه.

طالبانو هم په خپله اعلاميه کې د ټرمپ څرګندونو ته ځواب ویلی دی.

د طالبانو په رسمي اعلاميه کې راغلي، چې د ټرمپ اعلان به د امریکا باور ته زيان ورسوي او د سولې ضد دريځ به يې نور هم نړۍ ته روښانه شي، مالي او ځاني تلفات به يې زیات شي.

طالبان وايي، له امریکا سره د مذاکراتو په کولو يې نړۍ ته وښوده، که څوک ورسره د جګړې پر ځای له سوله‌ ييزو لارو ستونزې حل کوي، دوی ورته حاضر دي او دوی اوس هم د سولې په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي.

د سياسي چارو ګڼو کارپوهانو نن د ورځې په اوږدو کې د ټرمپ څرګندونې پر طالبانو د فشار اچولو هڅه بللې وه او ويلي و، چې امریکا به له ديپلوماتيکو لارو بېرته له طالبانو سره خپل چينلونه پرانيزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

پمپيو !
کم عقله ! هغه څوک شرطونه نه ايږدی چی جګړه يی بايللی وی او د تښتی لاری لټوی .
طالبانو کراموته د الله تعالی مبارک کلام ، نبوی مبارک حديثونه او د خپل زوريدلی او کړيدلی مجاهد ولس ارمانونه او ښيګڼی ستاسو تر شيطانی شرطونو ډير اهميت او قدر لری .

اجمل

جمیل صیب: څنګه یی؟ بس په همدغو خبرو خپلو زړونو ته تسلا ورکوی. نوره مو قصه فکر کوم چی مفته شوه. لا کابل ته راغلی نوای خو ټولو په آسمانونو کی چکر واهه. عباس خو لا ویلی چی اردو دی هم ړنګه شی ولی خبر نوو چی اول به د قطر دفتر ړنګیږی.

Karwan

اجمله ، پاک مسلمانان په الله ج باندي عقيده لري او تاسي په ترمپ، غني او دالرو عقيده لري، نو ګوروبه چه په اخير کي ځوک موفق کيږي! کمونستانوهم په روسانو عقيده لرله او وينو چه حال ئي ځه شوه. د جهاد زور دالله زور دي او هيځ بيدينه به تاب ونشي کړي! کاروان

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x