افغانستان

کرزی: د طالبانو او امریکا مذاکرات دې بیا پیل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له طالبانو سره روان مذاکرات د توافقنامې د لاسلیک په درشل کې لغوه کړل؛ د افغانستان  پخواني ولسمشر «حامد کرزي» له دواړو لورو غوښتي څو د سولې خبرې بیا ځلې پیل کړي.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان او امریکا دې بیا ځلې د سولې مذاکرات پیل کړي تر څو له لارې یې وکولای شي افغانستان یوه دایمي ثبات ته ورسوي.

نوموړي همدارنګه د سیمه ییزو هیوادونو رول په دې برخه کې اړین بللی او له هغوی یې د افغانستان د سولې په برخه کې د هڅو هیله کړې، کرزي ویلي « افغانان باید یوې سرتاسري سولې ته د رسېدو په لار کې هڅې وکړي او ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته لاس په کار شي».

وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره روان مذاکرات لغوه کړل، طالبانو یې په غبرګون کې یاده کړه، چې په دې ګام سره به تر ټولو زیات زیان متحده ایالات وکړي او د سولې ضد څېره به یې نوره هم نړۍ ته رسوا شي.

یاده دي وي چې د امریکا له لوري د مذاکراتو لغوه کېدلو بېلابېل غبرګونونه راپارولي، حکومتي چارواکي ورته خوښ ایسي؛ خو سوله ییز فعالان چې له یادو مذاکراتو یې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو تمه درلوده؛ دې ګام خواشيني کړي او د امریکا دا ګام یې له مذاکراتي مېز څخه د هغوی په تېښه تعبیر کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د دی بګيل غلام ږغ بيا د کوم ځايه راووتی .

اجمل

دا څه وشول؟ د ټولو هیلی مو تر خاورو لاندی کړی. اوس څه کوی طالبانو همداسی د پخوا په شان وژنه او که کوم پروګرام شته چی ستاسو کړه جبران کړی؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x