افغانستان

کندز: طالبانو قلعه زال ولسوالۍ هم سقوط کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو نن مازیګر د کندز ولايت قلعه زال ولسوالۍ مرکز او امنيه قومندانۍ سقوط کړې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن يې د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ، څارنوالۍ، دوه لوی بيسونه او څو پوستې نيولي دي.

هغه وايي چې د نن ورځې په جګړو کې يې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي او ګڼ شمير وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تيرې جمعې په ورځ د کندز خان اباد ولسوالۍ هم نيولې وه او نن يې د بغلان ګذرګاه ولسوالۍ هم سقوط کړې ده.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په دولتي اهدافو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې ګڼې سيمې او ولسوالۍ د دولتي ځواکونو له لاسه وځي او مرګ ژوبله ويني.

د کندز امنيتي چارواکو د قلعه زال ولسوالۍ د سقوط په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

چی سل ولسوالی نوری هم ونیسی نوره مو قصه مفته ده. د قطر دفتر وساتی چی هغه مو له لاسه ولاړ نشی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x