افغانستان

ولسي جرګې پخوانی وکیل د شرابو په نشه کې د الوتکې له خدمتګارانو سره جنګ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د لندن څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د ولسي جرګې پخوانی وکیل سید داوود نادري د ایمیریټس الوتکې له خدمتګارانو سره په داسې حال کې بدسلوک کړی چې د شرابو په نشه کې ډوب و.

ډیلي میل ورځپاڼې د راپور پر اساس سید داوود نادري د پولیسو له خوا نیول شوی او محکمې په یو کال تعلیقي حبس محکوم کړی دی.

راپور زیاته کړې چې میلیونر نادري د شرابو په نشه کې د الوتکې دننه تر هغه وروسته فحش ویل پیل کړل چې خدمتګارانو ترې د سیټ کمربند د تړلو غوښتنه وکړه.

ریپورت زیاته کړې کله چې پولیس د هغه نیولو لپاره الوتکې ته ننوتل، هغه شراب څښل او بیا یې پولیس د مسلمانانو سره پر تبعیض تورن کړل.

نادري په برتانیا د یو عشاریه اووه میلیونه پاونډ په ارزښت کور لري او سره له دې چې د ولسي جرګې غړی و او یو شرکت یې هم درلود هره میاشت یې یو ځل برتانیې ته سفر کړی دی.

نادري پولیسو ته ویلي چې د کابل په هوایي ډګر کې یې د شرابو په خوړلو پیل وکړ او تر لندنه یې څښل.

هغه وروسته محکمې ته هم منلې چې الوتکې خدمتګارانو ته یې د شرابو په نشه کې بد رد ویلي دي.

محکمې وروسته نادري پړ بللی او هغه یې په یو کال تعلیقي حبس او ۱۰۰ ساعته بې پیسو کار باندې محکوم کړی دی.

سید داوود نادري په تیره دوره کې په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرلوړى افغان

د افسوس ځاى ده چه دارنګه بى دىنه بى ناموسه وطن فروشه د ددى ډلى خلک لکه کارغل او نور دبهرننىانو غلامان په دى وطن حاکمان دىدا پښتنو د وطن فروشو ىو ډله مشرانو له لاسه زمونږ باتور بښتانه همىشه د وطن اسلام په خاطر قربانى ورکړى ورکوى او ور به ىى کړى ولى په اخىر کى دچټل مشر په واسطه له منځ ولاړ شى او دخپلى غلامى له پاره ىى په اوبو لاهو کړى کاشکى مونږ اوس هم مىروىس نىکه احمد شاه بابا غازى امان الله شهىد داود درلودى په هر صورت خداىلوى دى شته انشالله اشغال به ختم… نور لوستل »

عبدالمالک همت

اول خو د کندوز خلکو څنګه دغسي عياش سړي ته رايه ورکول؟ او بل محکمې هيڅ سزا نه ده ورکړې، ځکه څوک چي په تعليقي حبس محکوم سي سمدستي نه بندي کيږي او هله بندي کيږي چي بيا د دغسي جرم مرتکب سي.

مجاهد

وایی ، ( څنګه یی ډیګ هماغه یی ټیپر )شغال او غلامی اداری د مشروع کولو هڅیخ ایا غنی او عبدالله ښه خلک دی ایا خالد، نور او دوستم شه خلک دی او داسی نور .
د اشغال محصول همدغه دی هغوی غواړی چه پی وجدانه او بی ایمانه په لویو پوستو وګماری چه د اشغګلرو د پاره مظلوم اولس وټکوی، وځبوی او استثمار کړی . که دوی دا ډول خبیثه کړنی ترسره نه کړی بیا بد خلک دی .

اجمل

اول خو څوک الوتکی ته شرابو پرته کولای نشی له امکان څخه لری خبره ده بیا په هغه الوتکی کی چی له لندن څخه الوزی. خو لنډغر هر چیری خپله لنډغری ورښیی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x