افغانستان

ميدان وردګ: د امريکايي ځواکونو بمبار کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): امريکايي ځواکونو په ميدان وردګ ولایت کې دا ځل بيا په ملکي وګړو هوايي بريدونه کړي دي او نهه تنه ملکي وګړي يې وژلي دي.

راپورونه وايي چې امريکايي ځواکونو تيره ورځ ناوخته د ميدان ودرګ ولايت سيد اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر بمبار کړی چې په نتيجه کې يې د يوې کورنۍ د څلور تنو په ګډون نهه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا پيښه د تنګي درې سره نژدې په جوی زرين بازار کې هغه مهال وشوه، چې ياد کسان يوې ميلمستيا ته د تلو په حال کې وو.

په دغه هوايي بريد کې د عبدالرحيم په نامه يو ملکی وګړی له خپل دريو زامنو سره يو ځای وژل شوی دی.

ددې پيښې په اړه د سيد اباد ولسوالۍ اوسېدونکو غبرګون ښودلی دی او د اعتراض په توګه يې د کابل- کندهار لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د امريکايي او افغان ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو هوايي بريدونه او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

دوه ورځې وړاندې هم په لوګر ولایت کې په هوايي بريد کې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر په نښه شوی و چې په نتيجه کې يې پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي وو.

تر اوسه د ميدان ودرګ چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د ### میړه او د ### زوی ته د دغو نهو بی ګناه خلکو وژنه کوم ارزښت نه لری دا وحشت نه دی ؟

سرلوړى افغان

څو چه دا ځمکه اسمان وى
څو چه دا جهان ودان وى
څو چه ژوند په دى جهان وى
څو چه پاته يو افغان وى
تل به دا افغانستان وى
تل دى وى افغان ملت پښتون ملت
تل دى وى افغان ملت پښتون ملت

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x