پاکستان: د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل):پاکستان د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې له طالبانو سره يې د سولې خبرې درولي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، اسلام اباد د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بيا پيلېدو ته هيله من دی.

د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، پاکستان په افغانستان کې د تاوتريخوالي د زياتېدو غندنه کوي او پر ښکېلو غاړو غږ کوي، چې د سولې درېدلې خبرې تعقیب کړي او روانې کشالې ته سوله ييز حل ولټوي.

اعلاميه کې راغلي اسلام اباد تل د افغانستان سولې پروسه کې مرسته کړې او د زړه له تله يې ټول لوري هڅولي، چې د افغانستان بحران سياسي حل ته جدي کار وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړمه ورځ په خپله ټويټرپاڼه کې له طالبانو سره د سولې خبرو د درولو اعلان وکړ، خو تېره ورځ ناوخته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وويل، چې واشنګټن لا هم له طالبانو سره د سولې تړون ته لېوالتيا لري.

پومپيو زياته کړه، که طالبان په مسوده کې پر ليکل شوو شرطونو ودريږي، امریکا به ورسره دا تړون لاسليک کړي.

طالبانو هم په خپله اعلاميه کې د ټرمپ څرګندونو ته ځواب ویلی دی.
د طالبانو په رسمي اعلاميه کې راغلي، چې د ټرمپ اعلان به د امریکا باور ته زيان ورسوي او د سولې ضد دريځ به يې نور هم نړۍ ته روښانه شي، مالي او ځاني تلفات به يې زیات شي.

طالبان وايي، له امریکا سره د مذاکراتو په کولو يې نړۍ ته وښوده، که څوک ورسره د جګړې پر ځای له سوله‌ ييزو لارو ستونزې حل کوي، دوی ورته حاضر دي او دوی اوس هم د سولې په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي.

د سياسي چارو ګڼو کارپوهانو  د تېرې ورځې په اوږدو کې د ټرمپ څرګندونې پر طالبانو د فشار اچولو هڅه بللې وه او ويلي و، چې امریکا به له ديپلوماتيکو لارو بېرته له طالبانو سره خپل چينلونه پرانيزي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د