افغانستان

تخار: طالبانو يوه ولسوالۍ سقوط کړې او بله يې محاصره کړې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د تخار ولايت خواجه غار ولسوالۍ سقوط کړې او ددې ولايت ينګي قلعه ولسوالۍ يې محاصره کړې او بريدونه يې پرې پيل کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د تخار خواجه غار ولسوالۍ يې نيولې ده او د سمنګان ولايت مرکز اړوند تيخونک سيمه يې له دولتي ځواکونو څخه پاکه کړې ده.

هغه وايي چې د خواجه غار ولسوالۍ اړوند ټولې پوستې يې نيولي دي او امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړی زياتوي چې په يادې ولسوالۍ بريدونو کې يې ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي او ددې سربيره يې د ياد ولايت په ينګي قلعه ولسوالۍ هم بريدونه پيل کړي دي او د ولسوالۍ مرکز يې محاصره کړی دی.

د يادونې وړ ده چې د تيرې څه مودې راهيسې طالبانو په دولتي اهدافو بريدونه زيات کړي دي او ګڼې ولسوالۍ يې له دولتي ځواکونو څخه نيولې دي.

بايد وويل شي چې د تيرې جمعې په ورځ طالبانو د کندز خان اباد او تيره ورځ د بغلان ګذرګاه ولسوالۍ سقوط کړي دي.

د تخار ولايتي مسؤلينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x