شعـــــرونه

پريږده چې د وينو سيند روان وي موږ خوشاله يو

عبدالباري جهاني

پرېږده چي د وینو سیند روان وي موږ خوشاله یو
ډزي وي لمبې وي افغانان وي موږ خوشاله یو

دود وي د باروتو سپینه ورځ یې تیاره کړې وي
پورته غلبلې وي ماشومان وي موږ خوشاله یو

موږ یې له ازله په دوږخ کي پیدا کړي یو
ښاده دي دا خونه د شیطان وي موږ خوشاله یو

ورکي دي ملالي د پردیو په کوڅو کي وي
څیري دي پلو، څیري ګرېوان وي موږ خوشاله یو

سوځي به جونګړي تباه کیږي به د ورور کلي
سر چي مو له توري په امان وي موږ خوشاله یو

موږ د رڼا ورځي شېبې کله آزمېیلي دي؟
تندر وي، بادونه وي، توپان وي موږ خوشاله یو

موږ ته له قسمته سیوری کله رسېدلی دی؟
پاس چي مو پر سر باندي اسمان وي موږ خوشاله یو

رغړي دي سرونه ککرۍ د پښتنو دي وي
توري د اورنګ وي خوشحال خان وي موږ خوشاله یو

نور به جهاني دلته سمسور خوبونه نه وینو
وران چي مو پردی او خپل جهان وي موږ خوشاله یو.

عبدالباري جهاني
د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر اتمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرلوړى افغان

د ښاغلى جهانى وطندوستى ماته دده په شعرونو که له ورايه پخوا او اوس معلوميږى ولى په خوښينى سره چه زمونږ ملت دده په قدر پوه نشو او خپل يي نه کړ.
کاشکى?
ده د وطن ټٶلى ناخوالى او دحل لارى چارى يي په شعر کى روښانه کړى دى ولى مونږ نه پوهيږو

Karwan

جهاني صاحب ، په شعر ويلو خپل وخت مه ضايع کوي او کومه فايده نلري. تاسو دقلم خاوندان ياستي. دامريکانه کډه وکړي او په کوم بل هيواد کي ميشت شي، تر ځو وکولي شي د افغانستان د ازادي لپاره عملي کار د سياست په ډګر کي شروع کړي. په درناوي. کاروان

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x