محمد جواد ظریف، د ایران د بهرنيو چارو وزير

جواد ظريف: يرغلګر بايد خپله ماتې ومني او له افغانستانه ووځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف امریکايي چارواکو ته په خپل پيغام کې ويلي، یرغلګر قوتونه بايد خپله ماتې ومني او له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسی.

جواد ظريف د افغانستان وضعيت په اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي، د امريکايي عسکرو د شتون له امله د افغانستان جګړه روانه ده او څومره، چې دا جګړه اوږديږي، بهرني قوتونه ترې ګټه پورته کوي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير امریکا ته په اشاره ويلي، يرغلګر قوتونه دې په افغانستان کې خپله ماتې ومني او ژر تر ژره دې د افغانستان له خاورې ووځي.

نوموړي زياته کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق ژغورلو کې ایران همکارۍ ته چمتو دی او هېواد يې غواړي، چې د افغانستان جګړه له سوله ييزې لارې حل شي.

د ښاغلي ظريف په وينا د افغانستان بحران بايد د افغانانو له هيلو او ارزوګانو سره سم حل شي او ایران چمتو دی، چې د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانانو ترمنځ د سولې او خبرو لپاره زمينه برابره کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د