کابل ښار کې د مسعود پلويانو يو عسکر په ډزو وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې نن د احمد شاه مسعود د مړينې تلين دی، پلويان يې د کابل ښار په بيلابيلو واټونو کې په موټرو کې ګرځي او ډزې کوي چې څو شيبې وړاندې يې يو تن عسکر په مخامخ ډزو کې وژلی دی.

د دفاع وزارت وياند روح الله احمدزی وایي چې ياد عسکر د ترافيکو په څلور لارې کې د مسعود د پلويانو له لوري په قصدي توګه په مخامخ ډزو کې وژل شوی دی.

د وږي اتلسمه د احمد شاه مسعود د مړينې له ورځې سره برابره ده چې پلويان يې هر کال د کابل ښار ته راوځي، هوايي ډزې کوي، د موټرو شور جوړوي او په سرعت سره د کابل ښار په سرکونو ګرځي.

تيرو کلونو کې هم په دې ورځ د مسعود پلويانو ډیری د کابل ښاريان په ډزو او موټر وهلو ژوبل کړي وو.

ددې سربيره نن ورځ د کابل ښار اوسېدونکو له بيلابیلو سيمو څخه په خواله رسنيو کې د مسعود د پلويانو له لوري د ډزو
شکايتونه کړي دي.

تير کال په همدې ورځ د مسعود د پلويانو له لوري د اشرف غني په انځورونو هم ډزې شوې وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
MHA
میلمه
MHA

If Taliban join the government these things will stop, the existing government is not capable to collect weapons from Masud people, Taliban can do it.

پتنګ
میلمه
پتنګ

لنډ غران د لنډغر میراث او عادتونه پالي !