د سولې پروسې چا له خنډ سره مخامخ کړي دي

خواخوږی

طالب چې د مسجد دحجرې په کونج کې خپل کتابونه لوستل او د افغان په ټول تاريخ کې يې د يوه داو طلبه عسکر رول اداء کړی او له هغې وروسته بېرته خپلې حجرې او جمات ته ګرځيدلی.

د انګريزانو په مقابل کې ملا او طالب تر هر چا ډېره ونډه اخيستې خو د ځان لپاره يې څه نه دي غوښتي.

د روسانو په مقابل کې يې همدارنګه تر ټولو بارز رول لوبولی خو د جهادي بهير له ختمېدو وروسته بېرته خپلې حجرې او جمات ته ستون شو .

کله چې د جهاد ټيکه داران د چوکۍ او منصب په سر د يوه اوبل په راڅملولو اخته شول او د ولس په ځورونه يې پيل وکړ، او حالات له کنټروله ووتل طالب يو ځل بيا مجبور شو چې د راپيښ شوي ناورين د مخنيوي لپاره ټوپک په اوږه کړي او د خپل سر په بيعه د ملت ژغورنې ته ملا وتړي.

استاد رباني د ژغورنې پرښتې وبللو او د ملياردونو افغانيو مرستې يې ورسره وکړې خو هغه مرستې هم د هيواد د ژغورنې په هيله نه وي بلکې يوازې د خپل حريف د له منځه وړلو لپاره وي.

او چا بيا د ملت پارونې لپاره د انګريز پيداوار وبللو خو ګټه يې ونه کړه ځکه چې ولس ته د طالب حالت معلوم وو .

کله چي کابل ته ورسيد استاد رباني ته يې د ورورولۍ لاس اوږد کړ او مرحوم مسعود يې په درناوي خپل حضور ته ومانه او په درناوي يې رخصت کړ ،ځکه چې طالب موخه جګړه د جګړې لپاره نه وه بلکې يوه مجبورې وه ، خو مسعود د خپلو ژمنو د عملي کولو پر ځای پر دوی حمله وکړه او سوونو طالبان يې شهيدان کړل.

چې په اخر کې په شرميدلي حالت کی د کابل پريښودو ته مجبور شو.

مزاري هم چې کله ځان د طالب او مسعود تر منځ محاصره وليدو طالب ته يې پناه وروړه او طالب يې هم د ژغورنې لپاره هڅه پيل کړه مګر بيا هم د هغو له مګر او فريب سره مخ شو ، او په نتيجه کې د طالب ګوتو ته ورغی خو بيا يې هم د وژلو او ربړولو هڅه ونه کړه بلکې خپل مرکز ته يې د ده دې ژغورنې لپاره د انتقال تابيا ونيوله خو خپلو کړنو تر قبر ورسولو.

همدا طالب چې موخه يې جګړه نه بلکې هيواد او ولس ژغورنه وه جنرال مالک له ټولو کړنو سره وبښلو خو بيا هم ده فريب او دوکه ورسره وکړه او په زرهاوو طالبان يې تر تيغ تيرکړل.

ښاغلي اسماعيل خان چې له هراته د طالب د ورکولو په پار پر کندهار حمله وکړه او په سلهاوو طالبان يې شهيدان کړل خو کله چې لاس ته ورغی يوازي د ده دشر څخه د خلاصون په پار يې د ځان سره وساتلو .

د شمالي ټلوالې سره يې د يوه جوړجاړي لپاره په کراتو باندې کيناستو او هڅه يې وکړه چې دا ناورين د خبرو له لارې ختم کړي مګر هر کرت يې پرته له دوکې بل څه پيغام نه لرلو.

ايران ته يې په کراتو د ښه ګاونډيتوب پيغامونه وليږل مګر دا ايران وو چې د طالب د جرړې ايستلو ته يې کار ويلی وو او له دې پرته په بل څه نه راضي کيدلو.

امريکا سره له لومړي سر څخه د متقابل احترام پر بنياد د ښو اړيکو غوښتونکی وو مګر دا امريکا وه چې غرور او کبر يې دا اجازه نه ورکوله چې خوار طالب سره موضوع د خبرو له لاري حل کړي.

چې په اخر کې هماغه ټکي ته راغله چې طالب پر هغه له لومړۍ ورځې ټينګار کولو.

دکابل ادارې چې هر وخت د سولې او خبرو نمايشي چيغې وهلې خو کله چې د خبرو وخت را لنډ شو او هيله کيدله چې دا اوږد ناورين به نور ختميږي ترپکې يې پيل کړې او د ناورين د ختمولو پر مخ کې يې خنډونه پيل کړل.

طالب چې کله د تاوتريخوالي د کميدو هڅی پيل کړي او په ښارونو کې يې سترې سترې حملې ودرولې په مقابل کې يې کابل د خپلو بادارانو په مرسته په کليو او بانډو باندې حملې شديدې کړې چې تر څو يو ځل بيا طالب د متقابل عمل کړلو ته مجبور شو.

سره له ټولو ناخوالو او بدبختيو چې طالب ورسره مخامخ شو طالب هم له خپلې هغه ژمنې چې له خپل ولس سره يې کړې وه وانوښتلو بلکې لا يې مټې مضبوطې او هوډ يې کلک شو ، طالب د سولې داعي او سرخيل دی خو داسی سوله چې د پيښ شوي ناورين ته پکې د پای ټکی کیښودل شي ، طالب داسې سوله غواړي چې د اشخاصو د ګټو پر ځای د هيواد او ولس ګټې په کې وساتل شي.

طالب د پښتون لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ دی ، د نورو ټبرونو لپاره د عدالت ورکونې تعميل کوونکی دی.

طالب نه ډاکټر دی چې ډاکټرې وکړي ، نه انجينر دی چې ستا د هيواد جوړونې مخه ونيسي ، نه اقتصاد پوه دی چې ستا پر چوکۍ کښيني، نه له کوم بل ځای څخه راغلی پردی دی چې پر تا د نورو کلتور تعميل کړي، طالب هغه افغان ځوان دی چې غواړې د خپل ولس پرمټ د خپل هيواد لپاره د پرمختګ لار پرانيزي .

طالب ستا د ناموس قدرکوونکی ، د مال ساتونکی ، د هيواد ژغورونکی دی .

د طالب سره جفا د ځان سره جفا ده ، د راتلونکي نسل سره خيانت دی .

راځئ چې د طالب تر څنګ ودريږو او د هيواد ژغورنې په دې مسير کې يې لاس نيوی وکړو ، چې تر څو بيا وکولی شو په هسکه غاړه او لوړو سترګو ورڅخه هغه څه وغواړو چې زما او ستا حق دی.

خو که چېرته طالب له منځه ځي نه به دې سر په امان وي او نه دين او نه به دې څوک ارزښتونو ته په احترام قايل وي.

هغه اسلامپالو ځوانانو ته په زاريو وايم چې خپل زمري د وژلو غوښتنه مه کوه ، بلکې د ځان ژغورنې د اخري سنګر په حيث ورته ګوره او په همدې اساس ورسره معامله کوه ، ځکه چې د طالب سره ستا هر اختلاف په دې نه ارځي چې ته د هغه په مخالف سنګر کې ورته سنګر ونيسي، که طالب له منځه ځي ستا له منځه تلل تر طالب ډېر اسانه دی ، او له طالب سره ستا هر اختلاف ته د حل لاره شته او له طالب سره دې ګډ ژوند شونی دی مګر که طالب له منځه لاړ بيا به ته او طالب دواړه د مځکې په سر د اوسيدو ځای نه لری ، هلته به د ځای يا ګور وي اويا د پنجرو تر شا ، د مصر ، ليبيا عراق او سوريې حالات په غور سره مطالعه کړه اوبيا د هغې پر اساس خپله پريکړه وکړه .

وما علينا الا البلاغ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Ahmed
میلمه
Ahmed

همداسی ده
جزاک اللله

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خواخوږی صاحب ! ځانله نوم دی خواخوږی نه بلکه زړه او ماغزه دی خواخوږی دی الله ج دی اجرونه درکړی د طالبانو ( تر ملایکو هم پورته ) په اړه مو د حقایقو یوه کوچنی مګر ډیر مهم حقایق لیکلی دی . اوسنی استعمار تر مرمی ډالر ډیر کاروی او له ډالره تر مرمی زیات کار اخلی. مونږ له استعمار ګیله نه لرو د استعمار فطرت ظلم او وحشت دی له مارانو به د چیچلو او لویانو به د داړولو توقعات لری، تر هغی به ورسره جنیګیږی چه محوه او مهار شی . له یو شمیر بی ضمیرو، بی هویتو… نور لوستل »