افغانستان

پارېدلو لاريونوالو په وردګو کې د کابل کندهار لاره تړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): تېره شپه امریکايي بې پيلوټه الوتکې د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو برید کړی و، چې له امله يې نهه تنه وژل شوي وو.

د سيمې خلکو له نن سهار راهيسې د ملکيانو د وژنې پر خلاف لاريون پيل کړی، د وژل شوو خلکو جسدونه يې لارې ته راويستې او د سيداباد ولسوالۍ تنګي سيمه کې يې د کابل کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د سيمې قهرېدلي خلک وايي، له تېرو څو کلونو راهيسې د امریکايي او دولتي عسکرو په عملياتو، چاپو او بمباريو کې وژل کيږي، خو هېڅوک يې د مخنيوي نه شته او نه يې هم څوک غږ اوري.

دا په داسې حال کې، چې د هېواد په ګڼو سيمو کې د عملياتو او چاپو پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله او کورونو نړېدو پېښو کې بې ساري زياتوالی راغلی دی.

څو ورځې وړاندې هم دولتي عسکرو په جلال اباد ښار کې د يوې کورنۍ څلور ځوانان وروڼه په خپل کور کې وژلي وو، وړمه ورځ د ميدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې د امریکا ډرون الوتکې د ملکي وګړو پر سراچې برید کې پنځه کسان وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x