نړۍ

آي ایس آی له سي آی ای سره په تړاو دیوه فوځي افسرپه شمول دری کسه نیولي دی

US_Leon_Panetta_CIA_director_w-Obama_Reuters_a_543x275(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۱۵)واشنګټن: پاکستاني څارګري اداري دامریکي له څارګري اداري سره په تړاو دیوه فوځي افسر په شمول دري تنه نیولی دي.

راپورونه وایی چي نیول شویو کسانو داسامه له شهادت څخه څوورځي مخکي دهغوموټرو نمرپلیټونه کاپی کړی وو کوم چي داسامه وکورته ننوتلو.

دپاکستاني څارګري اداري له لوري دري سره کسان په داسي وخت کي نیول کیږي چي اباما کوشش کوی دپاکستان په مینځګړتوب سره دافغاننستان ددولت اوطالبانو ترمنځ دخبرو له لاری روان کړکیچ ته دپای ټکی کیږدي.

دامریکي دڅارګري اداري ویاندي میري ای هارف رسنیوته ویلي چي دسی آی ای مشر لیون ای پنیټا تیره اوني له پاکستاني چارواکو سره له خبرووروسته دپاکستان اوامریکي دڅارګرو ادارو په اړیکو کي ډیرمثبت پرمختګونه شوی دی.

نوموړي زیاته کړه مونږ ډیره ارزښتناکه ملګرتیا لرو ترڅو وکولای شو چي القاعده اونورو ترهګرو ډلو ته ماتي ورکړو.

امریکایی چارواکو ویلي دي چي تیره اوني دامریکي دڅارګري اداري مشر لیون پنیټا دپاکستان له لوري له سی آی ای سره په تړاو ددرو سره نیول شویو پاکستانیانو خبره وپاکستانی فوځ اود آی ایس آی وچارواکوته وریاده کړی ده.

په امریکا کي دپاکستان سفیر حسین حقاني زیاته کړه پاکستانی او امریکایی څارګري اداري دواړي یوله بل سره دتروریزم په وړاندي روانه جګړه کي نژدي اړیکي لري، خو اوس لازمه نده چي پردغو اړیکو باندي په تفصیل سره خبره وشي.

بخت الرحمن بخت ………………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x