غني ته د پوهاند اسماعيل يون ډالۍ

محمد اسماعيل يون

د سولې بیه څو ده ؟ او د جنګ قیمت په څو دی؟
دا سرې وینې چې څاڅي ددې رنګ قیمت په څو دی؟

ګلاب ګلاب سرونه دي رژېږي په وطن کې
پوهېږې ددې هر یو غنمرنګ قیمت په څو دی؟

شملې شوې بې عزته ، لوپټې شوې بې عزته
خبر یې او کنه ددې فرهنګ قیمت په څو دی؟

پلمې دي او حیلې دي ، فریبونه او چلونه
څوک څه خبر ددغه هر نیرنګ قیمت په څو دی؟

دا ستا د واک په جام کې چې پراته دي دا سرونه
ددې مستې نشې او ددې بنګ قیمت په څو دی؟

ملا یې که طلاب یې ، مفکر که مفشن یې ؟
د تاسو د سرونو او غورځنګ قیمت په څو دی؟

څوک شته چې د انصاف تله کې وتلي دا دواړه :
د سوو میندې ساندې ستا د ترنګ قیمت په څو دی؟

چې شپه شي ، نو چاپه شي پر مظلومو ماشومانو
هر هر شهید نرګس او د لونګ قیمت په څو دی ؟

نن بیا د ښار واټونه لنډغرو دي نیولي !
سلطانه سلامته ! ستا د ننګ قیمت په څو دی؟

۱۳۹۸ ل کال د وږي ۱۸ مه.کابل

اسماعیل یون

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

فقط او فقط د کُنجکاوی له مخی غواړم ووایم، هیله ده د ښه یا باید ګومان او ظن تولید نه شی.
ښاغلی اسمعیل یون همدا څو ورځی مخکی اشرف غنی ته د اخطار له مخی ولیکل چی ټاکنی به د عبدالله جان په ګټه تمامی شی خو په پورته منظومه لیکنه کی ئی د پیغور پتوګه د کابل په ښار کی د عبدالله لالا د خواخوږو کړنی ( چی د مسعود د کلیزی په مناسبت تر سوه سوې) په سختو ټکو غندلی دی. نه پوهیږم چی ددی څرګندونی توجیه به څنګه توضیح سی؟