افغانستان ټیسټ کې بنګلدیش ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر راشد خان په زړه پورې توپ اچونې په مرسته بنګلدیش لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د بنګلدیش لوبډله د ۳۹۸ منډو هدف بشپړولو کې د راشد خان په تبا کونکي توپ اچونې سره یوازې ۱۷۳ منډې جوړې کړې، نوموړي په دویمه پاڼۍ کې ۶ ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

https://twitter.com/ICC/status/1171025023915778048?s=20

راشد خان چې د لوبډلمشر په حیث یې لومړۍ ټيسټ لوبه وکړه په یاده سیالۍ کې ټولې ۱۱ ویکټې واخیستې، او همدا ډول یې ۷۵ منډې هم جوړې کړې، نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، راشد خان دغه جایزه محمد نبي ته ډالۍ کړه. محمد نبي له ټیسټ لوبو استعفا اعلان کړې ده.

راشد خان د نړۍ لومړی لوبډلمشر شو چې په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې یې نیمه سلیزه ووهله او ۱۱ ویکټې یې واخیستې، همدا ډول لومړی لوبډلمشر شو چې په لومړي ټیسټ کې یې بریا خپله کړه، نوموړي تر دې دمه یوازې په ۳ ټيسټ سیالیو کې ۲۲ ویکټې اخیستې دي.

په یاده ټیسټ لوبه کې یوزاینی لوبغاړی رحمت شاه و چې سلیزه یې ووهله، نوموړي ټولې ۱۰۲ منډې جوړې کړې، دغه ډول اصغر افغان دوه نیمه سلیزې ووهلې، نوموړي ۱۴۲ منډې جوړې کړې، همدا راز ابراهیم ځدران ۱۱۸، افسر ځاځي ۸۹ او راشد خان ۷۵ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې راشد خان ۱۱، محمد نبي ۴، ظاهر خان ۳، یمین احمدزي ۲ او قیس احمد ۱ ویکټه واخیستله.

افغانستان له استرالیا نه وروسته د نړۍ دویم هېواد شو چې په درې ټيسټ سیالیو کې یې لومړۍ ۲ بریاوې خپلې کړې دي، استرالیا هم په ۳، انګلستان لومړۍ ۲ بریاوې په ۴، پاکستان په ۹، ویسټ انډيز په ۱۲، سویلي افریقا په ۱۳، سریلانکا په ۲۰، هندوستان په ۳۰، زمبابوې په ۳۱، نیوزیلند په ۵۵ او بنګلدیش لومړۍ دوه سیالۍ په ۶۰ لوبو کې خپلې کړې وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د