روغتیا

اوه دانې بادام خوړل بدن ته څه درپېښوي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): بادام، چارمغز او داسې نورې وچې میوې له داسې روغتیایي رژیم څخه برخمنې دي چې د زړه او رګونو په روغتیا کې خورا مثبت رول ادا کوي.

څیړنې په دې ترکیز کوي چې بادام د کولیسترولو په کموالي او د رګونو په ژغورلو کې مرسته کوي، مګر چارمغز هم د زړه روغتیا لپاره خورا د اهمیت وړ میوه ده.

په یوه څیړنه کې چې پایله یې «ډیلي هیلت پوسټ» خپره کړې وایي چې په اوونۍ کې د څلورو ورځو لپاره ۷ بادام خوړل د زړه ناروغیو خطر ۳۰سلنه کموي، خو که چیرې پنځه ورځې وخوړل شي دغه خطر ۴۰سلنه کمېدلای شي.

په دغه څیړنه کې کومه چې په یو شمېر کسانو ترسره شوې او دغو کسانو په وینه کې ناسم کولیسترول درلودل، د بادامو او چارمغزو خوړلو په واسطه ددوی کولیسترول کچه نورماله شوه او د وینې رګونو کې یې نرمښت راوست کوم چې د وینې جریان په ښه والي کې مرسته کوي.

څیړنه زیاتوي چې دغه ډول یو څه چارمغز خوړل یوازې په دوه ورځو کې د زړه ناروغیو څخه هم ژغورنه کولای شي.

بادام یو شمېر ګټې لري چې په دې کې اومیګا ۳، اومیګا ۶ غوړ د اکسایډ ضد دي، ویټامن B6 لري او نور د جسم لپاره اړین معدنونه لکه مګنیزیوم، مس او اوسپنه شتون لري.

څیړونکي سپارښتنه کوي چې بادام باید ددې نري پوستکي سره وخوړل شي، ځکه چې دا په پراخه کچه د اکسایډ ضد ماده لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

په دی کی شک نشته چه جهانی صاحب ته الله ج د ادبیاتو به برخه کی ښه استعداد ورکړی، مګر د قدر او شکرانی به ځای یی الحاد ( کمونیزم ) ته مخه کړه. کله چه یی د الحادی دیوانو له مخو نقاب لیری او په ډاګه شول چه لیوان وو او افغانانو له خپل هیواد څه چه د روسانو له هیواده هم پسی واخستل او د الحاد فلسفه یی په موزیم کی د راتلونکو نسلونو د عبرت اخستنی د پاره یو کونح کی وساتل شوه او افغانی غلامانو ( ترکی، امین، کارمل او نجیب ) ته یی مناسبه سزا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx