افغانستان

حکومت ادعا کوي چې یمګان ولسوالۍ يې څلور کاله وروسته نیولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د بدخشان ولایت چارواکو ادعا کړې چې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې څلور کاله وروسته د یمګان نیولې ده.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري رسنیو ته ویلي چې د یمګان ولسوالۍ یې د لسو ورځو عملیاتو په نتیجه کې نیولې ده.

هغه زیاته کړې چې هغه سیمې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي د بېرته نیولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

تېره ورځ هم حکومت ادعا کړې وه چې د بدخشان وردوج ولسوالۍ يې پنځه کاله پس ونیوله.

دا په داسې حال کې چې حکومت مني چې کران و منجان ولسوالۍ اوس هم د طالبانو تر حاکمیت لاندې دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو ویاند بیح الله مجاهد نن رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په لیږلو سره د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ.

همدا راز طالبانو د تيرې جمعې په ورځ  د کندز خان اباد او تيره ورځ د بغلان ګذرګاه ولسوالۍ نیولې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x