افغانستان

طالبان: اوربند هغه مهال کوو، چې امريکا پر موږ بریدونه بند او تړون لاسليک کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، دوی به يوازې هغه مهال اوربند وکړي، چې امریکا پر طالبانو بریدونه بند او د سولې تړون ورسره لاسليک کړي.

ښاغلي شاهين له الجزيرې تلويزون سره په مرکه کې ويلي، دوی کمپ ډيويډ ته د ورتګ بلنه منلې وه، خو د هوکړې له لاسليک څخه وروسته.

شاهين زياته کړې، چې طالبان د افغانستان پر اويا سلنه خاوره واکمن دي او په هر ځای کې بهرنيو ځواکونو ته کمينونه ورکوي.

هغه زياته کړې، کله، چې د امریکا او طالبانو هوکړه لاسليک شي، له هغې وروسته به حکومت کې د ګډون په تړاو بین الافغاني خبرو کې فکر وکړو.

د طالبانو وياند ويلي، که امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، له هغې وروسته به ټول افغانان په ګډه د هېواد ابادۍ لپاره کار کوي.

سهيل شاهين له الجزيرې سره دا مرکه په داسې حال کې کړې، چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره روانې خبرې لغوه کړې او بهانه يې دا وکړه، چې طالبانو په کابل کې يو امريکايي پوځي وژلی دی.

خو د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو تېره ورځ سي ان ان او نورو رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې امریکا اوس هم له طالبانو سره هوکړې ته لېواله ده، خو په دې شرط، چې طالبان په هوکړې په ليکل شوو شرطونو عمل وکړي.

نيويارک ټايمز او نورو امریکايي رسنيو په خپلو وروستيو راپورونو کې ليکلي و، د امریکا له لوري د خبرو د لغوه کولو لامل دا نه و، چې طالبانو امريکايي عسکر وژلی و، بلکې اساسي لامل يې دا و، چې طالبانو د هوکړې په اړه د امریکا شرطونه نه دي منلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
طالیب چارواکیو ته،
ولی مو په سپینی جامو نیل ورنګوه ..وه وه وه.
الله ستاسو ځانمرګیو په سوله اور ولګوه ،اور ولګوه…
دا د استاد ناشناس هغه سندره ده،چه تقریبا ۳۵ کاله به زاړه وه.
هغه وخت ناشناس پوهیده ،نو بیا یی پاسنی سندره زمزمه کړی،
بیا بل شاعر وایی چه،
سوله لاړی په هوا شوی……………….اسمان چه زمکی ته راځی قیامت به وینه
طالیبه یی سیرلی…خو خوشن د اوښ وهی ،

جميل

زما په اند د مذاکراتو د لغوه کيدو يو مهم علت دا کيدای شی چی طالبان کرام د غلام دولت سره مخامخ مذاکرات نه منی ، چی پوره حق هم لری چی ويی نه منی او پوره دلايل هم ورته لری . دا هغه څه دی چی ټوله دښمنان يی غواړی ، بيابه ټوله ميډيا همدا وايی چی د افغان دولت او د طالبانو د ډلی تر منځ مذاکرات ، امريکا او نور به وايی چی مونږ د مرورو افغانانو تر منځ جوړ جاړی کوو ، بيابه نه د اشغال نوم څوک اخلی او نه هم د غلام دولت ،… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x