
جلال اباد کې چاودنې د هډوکو جراحي متخصص وژلی
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندي د جلال اباد ښار اړوند د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې چاودنه شوې چې له کبله يې د هډوکو متخصص او جراحي ډاکټر «ډاکټر نوروز شینواری» وژل شوی دی.
سرچينې وايي چې چاودنه شاوخوا ۸:۳۰ بجې باختر روغتون ته نږدې د ډاکټر نوروز په موټر کې د چسپکي ماين کې ځای پرځای شوي ماين له کبله رامنځته شوې چې د ډاکټر نوروز شينواري ترڅنګ په کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
د ننګرهار ترڅنګ د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د چسپکي ماين چاودنو له کبله دغه ډول پېښې بې اندازې زياتې شوي دي.
تېره اوونۍ د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي رئيس مسعود نېکبخت هم په چسپکي ماين چاودنه کې د ځينو نورو استاذانو سره وژل شوی و.