
ټرمپ: له طالبانو سره نورې خبرې نه کوو، خو په مناسب وخت کې خپل عسکر له افغانستانه باسو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له طالبانو سره يې د سولې خبرې ختمې کړي، خو دی لا هم فکر کوي، چې په مناسب وخت کې خپل عسکر له افغانستانه وباسي.
طالبانو د ټرمپ وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، دوی به يوازې هغه مهال خپل بریدونه بند کړي، چې امریکا پر دوی بریدونه ودروي او د سولې تړون هم لاسليک کړي.
ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته وويل: «زما په نسبت له طالبانو سره خبرې پای ته رسېدلي دي.»
په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې د څوارلس زرو امريکايي عسکرو د شتون په اړه ټرمپ زياته کړه، چې دی اوس هم د خپلو عسکرو په ويستلو فکر کوي، خو په مناسب وخت کې.
بل پلو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين تېره ورځ له الجزيرې تلويزون سره په مرکه کې ويلي و، د دوی مشرانو کمپ ډيويډ ته د امریکا له لوري د ورتګ بلنه منلې وه، خو د هوکړې له لاسليک وروسته.
داسې ښکاري، چې طالبانو نه غوښتل، د سولې تړون د کمپ ډيويډ په تړون ونومول شي او د کمپ ډيويډ د نورو تړونونو په څېر بدنام شي.
د فلسطين او اسراييلو، همدارنګه د مصر او يو شمېر نور تړونونه په کمپ ډيويډ کې شوي، چې په تاريخ کې په بد نوم ياديږي.
شاهين دا هم ويلي، چې د افغانستان اويا سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او هر وخت په کې پر بهرنيانو او کورنيو عسکرو بریدونه کولی شي.
هغه زياته کړې، کله، چې د امریکا او طالبانو هوکړه لاسليک شي، له هغې وروسته به حکومت کې د ګډون په تړاو بین الافغاني خبرو کې فکر وکړو.
د طالبانو وياند ويلي، که امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، له هغې وروسته به ټول افغانان په ګډه د هېواد ابادۍ لپاره کار کوي.
دا کفار دی هیخ وخت ددوی په خبرو باید باور ونه شی دوی اخر خبری ته لار هواروی زکه دوی مجبور دی، که همدا اوس طالبان محض چین او روسی ته سفر وکی ترمپ لعین به خپلی پالسی ته تغیر ورکری. طالب باید په محضی فشار باید ولسوالی ایله کری او حکومت هم باید د طالبانو په دیر لژ فشار ولسوالی خوشی کری یو او بل قتل نه کری بلکی دواره سیاست وکی. امریکا ظالمه یوازی په تش وتلو پرینژدی بلکی د لکهاوو افغانانو د وژلو پوشتنه ورخخه وشی خیر که سه په لاس نه رازی خو نریوالو ته ددوی… نور لوستل »
عبدالله صاحب
امريکايان هم ستاسو نظر لري تر څو طالبان له کابل حکومت سره خبرو ته حاضر شي.
غوربندی صاحب! ۲+۲=۴ کیزی که یی غوربندی صاحب کوی یا امریکایی. دا نه معنی چی غوربندی صاحب نو پدی محاسبه امریکایی سو. بلی زه وایم هر ارخیز اوربند دی وسی، انتخابات دی شاته سی، د امریکی د وتلو وخت دی نور هم را لند شی، د رهبری شورا دی د متقی، وطن دوست او متخصص خلگو خخه جوره شی او همدی اشرف غنی ته دی مشوری ورکوی البته ددی مشورو تطبیق به حتمی وی خو دا هرسه به د سیمی او نریوالو د هر جانبه تضمین او بی پری نظارت په صورت کی وی. تر دوه کاله وروسته تر پوره… نور لوستل »
عبدالله وروره خليلزاد د ټرمپ استازی دی،،، استازولي عيب نه دی،،، کرزی او غني او ماتحتهم د ټرمپ غلامان دي،،، دا نه يوازې عيب دی بلکه له غلامانو څخه د بادار د حکم له دايرې بهر د څه کولو تمه حماقت او ناداني ده. خدای تعالي په ډېرو فقهي مسايلو کې د عقل، بلوغ تر څنګ د ازادی شرط هم ايښی يانې چې غلام به نه وي،، که وي نو معاف دی ځکه غلام په يوه وخت د دوه بادارانو حکم او قوانين نشی پلي کولی. همداسې له اشرف غني څخه ددې تمه چې د افغانستان د عليا ګټو څخه… نور لوستل »
غوربندی ورور!
زان راته معلوم دی چی گوداگی نه یم، ته فرض کره ستا دوهم احتمال زه بی خبره یم، اوس نو ستا معقوله، مدبرانه د اسلام په چوکات کی د حالاتو سره سم طرحه سه ده؟؟؟
داسی نظام چی هم اسلامی وی او هم د کفر او پاکستان د غلامی خخه خلاص وی؟؟؟
عبدالله ته: بهترین نظر دی. خو طالبان وایی: مم زرما ټوله زما. تر اوسه طالبانو کومه اساسی طرحه ولس ته نده وړاندی کړې هغوی له پنجابه دستور اخلی او دهغو په مشوره سره کار کوی. دوی د امارت خوبونه وینی غواړی چی بیا ولس فقر او بد بختی خواته بوځی.
حیرانونکی !!!!!!!!!!!! [[ د طالبانو سره نوری خبری نه کوو ]] د څه خبری ؟؟؟ خبری خو اخری کچی یعنی تفاهم او اخری توافق ته ورسیدی مګر تاسی وتښتیدی دا شرم مو بس دی په هماغه کچه چه مو نظامی ډګر کی مات شوی یاست په سیاسی ډګر کی هم مات شوی دا ځګه چه د طالبانو سره الله ج ملتیا لری شیطان د الله ج مقابله کی پاتی راغلی. لیکی چه [[ په مناسب وخت کی به خپل فوځونه له دی هیواده باسو ]] مناسب وخت تاسی ته نه شته تاسی په زور رغلی یاست په زور به وځی… نور لوستل »
خبری خو پای ته ورسیدي،یوازی ستا د تسلیمي لاسلیک پاتی دی،که په سوله يې کوی ښه او که نه يې په زور به يې په تا کوي.ان شاءالله
پوشتنه
وس. افغانانو څه کوئ؟؟؟؟
در معلوم سو چی څوک فساد غواړی
او بل دا فساد تر کومه وخته په خپل کور کی غواړی
تر څو؟؟؟؟؟؟؟
امرېکا او هم ئ اشرباټه فسادګر دی
او دا فساد ده خپلو مادی ګټو لپاره کوې
طالېب سوله غواړی او په عمل سره ئ ثابته کړه چی سوله غواړی
وس نو ده فېصلئ وخت ده
چی وس نه نو بېا کله
؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دا امريکايان ډير بيحيا ، بيهمته او درواغجن خلګ دی ، د دوی خبری د اعتبار وړ ندی ، هرڅه چی وايی لکه د کلمو وتلی چی ژويی ، دوی يوازی په زور قانع کيدای شی نه په انسانيت او معقوليت . ټرمپه ! تر تا دمخه ستاسو نورو بګيلو مشرانو تر تا ډيری غُری وهلی او تر تايی ډيری باټی ويشتلی ، چی څومره ځان ياغی او ليونی وښيی مونږته دی ايمان رامعلوم دی چی په پای کی به تښتی او په مړو سترګو او ټيټ سر به تښتی ، پدی پوه شه چی چغالان پر زمريانو راج نشی… نور لوستل »
جوړ تازه.
په اوسنی وخت کی کابل دولت وتوانیده چه.ټرمپ ته قناعت ورکړی چه د غلامی ځنځیر یی له غاړی څخه څه موده لیری نه کړی،
طالیب چارواکی هم په بیړه خپل بادار پنجابیانو ته یو هیت لیږلی چه نوی قرار داد لاسلیک او غلامی ته دوام ورکړی ،
نتیجه.
د دواړو (دولت او طالیب)پاکستان امریکا غلامی کی به عام ولس سخت متضر ر شی.
دولت او طالیب دا سندری بولی چه،
د غلامی طوق په غاړه ګرځوومه یاره،،،،،،،،،،،،وخت د مازدیګر دی ولس قتل پسی توپک خو ګرځوومه……….سره د ډمبکیو
منطقی لاره غوره کول پکار ده. ترمپ ته او نورو ته بد او رد ویل دا کومه ګټه نروسوی. کوښښ باید وشی چی ټول د بین الافغانی مزاکراتو خواته دعوت کړو. اوربند دی وشی او خبری له حکومت سره شروع شی بیا دی په ګډه ټول د خارجیانو پر ضد نارې ووهی. تاسی خو هم نشی کیدای چی طالب اوس له ټولی دنیا سره جنګ وکړی. دا تباهی او جهالت دی. سیاست پکار ده سیاست. افغانی سیاست نه پنجابی، نه ایرانی او نه هم چینایی.
دا ستا منطق خو نوی تعریف شوی خو د بول له منطق سره کومه رابطه نلري :: له بادارسره سوله یعني دعساکرو وتل یې او دافغانانو سیاسي استقلال او اولسي خپلواکي ! خو له پاتې شوي مذدور اجنټ او دالر خور فاسد ګوډاګي دولت سره کشینا ستل او سوله کول، دکومو چې مخ او څټ هغه هنداره ده چې د اشغالګرو څېرې اودافغانانو وژنه پکشې ښکاري، يو لودګي په توان او طاقت د څلوروه ده ! چې بادار یې ورک شي نو مذدو ر یې هم باید ورک شي ! سوله له هغو افغانانو سره کيږي او په دولتي سیستم… نور لوستل »
پتنگ صاحب شکنزل پریژده سم اسلامی اخلاق مهم ده.
ستا طرح سه؟؟؟
چی هم اسلامی علمی او عملی وی.
اول سه وسی
دوهم سه وسی
دریم ….
خلورم
که دی چیری جواب اسلامی او معقول وو نو تاته افرین په توان د n درکول لازم دی
پتنګ ته: آیا تاسو ملت ندی ځورولی؟ ستاسو ویډیوګانی موجودی دی. ملت وایی چی دواړه د خلکو په وژلو ملبس یی. هم طالب او هم حکومت.