نړۍ

کابلوف: د امریکا او طالبانو خبرې ځنډېدلي، خو مړې شوي نه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۸ل): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوتين ځانګړي استازي او اسيايي هېوادونو لپاره د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ضمير کابلوف ويلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې ځنډېدلي، خو مړې شوي نه دي.

کابلوف په مسکو کې رسنيو ته ويلي، دوی هيله من دي، دا ځنډېدلې خبرې به بېرته پيل شي؛ ځکه د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او بايد له سياسي لارې حل و فصل شي.

دا په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه ورځې وړاندې په يوه بې ساري اعلان کې له طالبانو سره د سولې خبرو درولو اعلان وکړ او بهانه يې دا وه، چې طالبانو د کابل په شش درک سيمه کې يو امریکايي عسکر وژلی دی.

د امریکا نيويارک ټايمز او نورو رسنيو وروسته وويل، چې د ټرمپ له لوري د خبرو ځنډولو لامل د امریکايي پوځي وژل نه، بلکې د طالبانو له لوري د امریکا شرطونه نه منل وو.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، ټرمپ غواړي د دې خبرو له لارې پر طالبانو فشارونه زيات کړي او د امریکا په شرطونو د سولې هوکړې ته حاضر شي، خو داسې ښکاري، چې طالبان پر خپلو شرطونو ټينګار کوي او نه غواړي، داسې يو کار وکړي، چې په تاریخ کې ورته د ملامتيا ګوته ونيول شي او له خپلو شرطونو تېر شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

چی د مړ سترګی بګيل خليلزاد ږغ ولی نه راوزی ، په ځغاستو يی پښی تڼاکی کړی خو په پای کی ټرمپ پکښی ورتف کړه .

غمی.پښتین

جوړ تازه، د کابلوف خبره بیلکل صحی ده، که چیری طالیبان واقعی سوله غواړی، نو د خپلو نماینده ګانو کی د پوره تغیر او تبدیل راوالی.له امریکایانو سره خبرو کی باید ولسی کسان هم طالیبان څنګ کی کینوی ،چه دا ولسی کسان هم وینی چه سوله څوک نه کوی؟ بریدونه د په ټپه ودروی، طالیبان باید سیاسی کسان چه سیاسی مداریان وی باید له ځان سره ملګری او غونډو کی د برخه ورکړی، اوسنی د ګوتونامی بندیان چه لس لس کاله یی بندی خانه تیره کړی،د افغانستان مسله حل عقل پکی نشته،البته تقوا او پرهیزګاره به وی، طالیبان باید سیاسی… نور لوستل »

اجمل

خلیلزاد هغه منافق شیطان دی چی د مجاهدینو وقت کی هم همداسی رول ولوباووه. بهتره به دا وی چی بین الافغانی مزاکرات شروع شی په هغه وخت کی به ټول، هم اردو، خلک و طالبان په یوه غږ سره د اشغال ضد چغی ووهی او خارجیان به له ملکه ورک شی.

ابوالحسن حاجي عرب

بېشکه شیطان د ی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close