کاندیدان: د حکومت کمیسون او حکومت د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کولو وړتیا نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یو شمیر کاندیدانو په وینا حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسون ددې وړتیا نه لري چې د سپتمبر پر ۲۸ مه ټاکنې تر سره کړي.

دوی د افغانستان د حکومت او سیاسي مخورو شخصیتونو څخه غوښتنه وکړه چې په دې اړه یوه ګډه پرېکړه وکړي، ځکه چې د هیواد امنیت خراب دی او ټاکنې ناشوني دي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کاندید شیدا ابدالي په وینا یوازي یو څو ورځې ټاکنو ته پاتې دي، «زمونږ ګمان وو چې ټاکنې به د سولې تر تړون وروسته تر سره شي خو داسي ونسوه».

نوموړي په وینا اوس وخت دی چې د حکومت او افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ یوه ملي غونډه را وبلل شي، اوسني حالات په خپل منځ کې او د نړیوالې ټولنې سره وڅیړل شي.

باید وویل شي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به د اشرف غني او ډاکټر عبدالله په شمول ۱۷ تنه کاندیدان برخه ولري.

د ولسمشریزو ټاکنو څلورو کاندیدانو د طلوع نیوز سره په مرکه کې ورته څرګندونې کړي دي.

محمد ابراهیم الکوزي ویلي چې ټاکنې باید شفافې، عادلانه او د امن په فضا کې وشي، او نړیواله ټولنه باید ډاډ ورکړي.

محکد حکیم تورسن په ټینګار سره ویلي چې ټاکنې به وځنډیږي، ځکه نه حکومت او نه هم د ټاکنو خپلواک کمیسون یې په اوس وخت کې دایرولای سي.

ګمان کیږي چې د ۱۴ کاندیدانو ټولنه به په دې اړه په راتلونکې اونۍ کې خپل وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

کاندید شهاب حکیمي ویلي، که حالات همداسي روان وي، نو کیدای سي د کاندیدانو ټولنه د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه وکړي او دا ددوی خپل حق دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د