کرېکټ کې له بریا وروسته افغانستان فوټبال کې هم بنګلدیش مات کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د سه شنبې په ورځ نړیوال جام لپاره د غوراوي سیالیو په لړ کې د بنګلدیش فوټبال لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه.

ملي لوبډلې چې په خپلې لومړۍ سیالۍ کې له قطر څخه په دوحه ښار کې په ۶-۰ ستره ماتې منلې وه، د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې په ۱-۰ بریا خپله کړه.

د افغانستان لخوا لوبډلمشر فرشاد نور په ۲۷مه دقیقه کې د لوبډلې په ګټه یوازینی ګول وواهه چې تر پایه یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د تاجکستان هېواد په پلازمینه دوشنبه کې په سنټرل ریپبلیکن لوبغالي کې ترسره شوه چې د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجې پېل او په ۸:۳۰ بجې پای ته ورسېده.

له دې وړاندې د ۲۰۲۲م نړیوال جام او د ۲۰۲۳م اسیا جام سیالیو لپاره د غوراوي سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې قطر لوبډلې ته په لومړۍ سیالۍ کې په ۶-۰ ماتې منلې وه.

افغان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې خپله دریمه لوبه د عمان لوبډلې پر وړاندې د اکتوبر میاشتې په ۱۰مه نېټه ترسره کوي.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې وړمه ورځ د بنګلدیش پر وړاندې ټيسټ سیالۍ ترسره کړه چې په کې يې بنګلدیش ته تاریخي ماتې ورکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د