د نړیوالې شورا نوې درجه بندي او د افغانستان حیرانونکی پرمختګ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ د کرېکټ نړیوالې شورا د ټیسټ کرېکټ نړیواله درجه بندي اعلان کړه چې په کې د افغانستان لوبډلې او ګڼ شمېر لوبغاړو حیرانونکی پرمختګ کړی دی.

د افغانستان او بنګلدیش، د استرالیا او انګلستان ټیسټ سیالیو څخه وروسته چې د افغانستان او استرالیا په بریاو پای ته ورسیدې، د کرېکټ نړیوالې شورا د ټيسټ نوې درجه بندي اعلان کړه.

د افغانستان لخوا تر ټولو زیات پرمختګ راشد خان کړی چې په توپ اچونکو او آلراونډرانو کې وړاندې شوی دی، نوموړی له ۶۹م نمبر څخه ۳۷م نمبر ته وړاندې شوی، راشد خان په یاده سیالۍ کې ۱۱ ویکټې واخیستې او همدغه ډول یې نیمه سلیزه هم ووهله.

په نورو لوبغاړو کې اصغر افغان، رحمت شاه او ابراهیم ځدران په توپوهنه کې پرمختګ کړی چې اصغر ۶۳م، رحمت ۶۵م او ابراهیم ځدران په لومړي وار درجه بندۍ ته په ۷۶م نمبر داخل شوی دی.

اصغر افغان په یاده لوبه کې دوه پنځوسیزې ووهلې، نوموړي ۹۲ او ۵۰ منډې جوړې کړې، رحمت شاه د ټيسټ لومړۍ سلیزه ووهله او ابراهیم ځدران ۱۱۸ منډې جوړې کړې.

په ټولیزه کچه په یاده درجه بندۍ کې د استرالیا لوبغاړو غوره پرمختګ کړی چې سټیو سمیت له ۹۰۵ پواینټونو څخه ۹۳۷ پواینټونو ته پورته شو، نوموړی له یو کال ځنډ وروسته سیالیو ته راستون شو او په درې لوبو یې ویرات کوهلي شاته کړ چې اوسمهال لومړی مقام لري.

سټیو سمیت په ټيسټ سیالیو کې تر ټولو غوره «۶۴.۸۱» اوسط لري، نوموړي د انګلستان پر وړاندې په تېره لوبه کې ۲۱۱ او ۸۲ منډې جوړې کړې، سمیت په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

همدا ډول په توپ اچونه کې د استرالیا پیټ کمینز چې له پخوا په لومړي نمبر و پواینټونه یې ۹۱۴ ته پورته شول، نوموړي د انګلستان پر وړاندې په تېره سیالۍ کې ۷ ویکټې واخیستې او په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د یادې سیالۍ په پای سره د افغانستان منلي لوبغاړي محمد نبي له ټیسټ کرېکټ څخه استعفا وکړه، نوموړي په یاده لوبه کې ۴ ویکټې واخیستې خو په توپوهنه کې یې یوازې ۸ منډې جوړې کړې.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې بنګلدیش لوبډلې ته په یوازینۍ ټیسټ سیالۍ کې د ۲۲۴ منډو په ستر توپير تاریخي ماتې ورکړه، همدا ډول استرالیا لوبډلې انګلستان ته په ماتې ورکولو د «اشیز» سیریز په خپل نوم کړ.

https://twitter.com/ICC/status/1171336507602456576?s=20

د افغان لوبډلې لخوا نوي جوړ شوي ریکارډونه:

افغان لوبډلې په یادې سیالۍ سره د نړیوالې شورا لسو لوبډلو کې شامله شوه، دوی زمبابوې لوبډله شاته کړه او اوس په لسم مقام کې ده.

راشد خان د توپ اچونکو او آلراونډرانو په لیست کې په لومړي ۴۰ لوبغاړو کې شامل شو.

راشد خان د لوبډلمشر په حیث وروستي ټول ریکارډونه مات کړل.

افغانستان په لومړۍ دریو سیالیو کې په دوه بریاو خپلولو د استرالیا ۱۵۰ کلنۍ ریکارډ مساوي کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د