ټرمپ خپل د ملي امنيت سلاکار «جان بولټن» له دندې ګوښه کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له دندې ګوښه کړی دی.

ډونلډ ټرمپ په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، تېره شپه مې جان بولټن ته خبر ورکړ، چې نور په سپينه ماڼۍ کې د هغه د خدمت اړتيا نشته، زه د هغه له ګڼ شمېر وړانديزونو سره موافق نه وم.

هغه په بل ټويټ کې ويلي، ما له جان څخه د هغه د استعفا غوښتنه وکړه او هغه نن سهار خپل استعفا راولېږله. زه د هغه له خدمته ډېره مننه کوم او په راتلونکې اونۍ کې به د ملي امنيت بل سلاکار وټاکم.

بولټن وايي، ده تیره شپه ټرمپ ته خبر ورکړی و چې غواړي استعفا ورکړي، ټرمپ ورته ویلي و چې سبا به پرې خبرې وکړو. سهار ټرمپ ټویټ خپور کړ چې بولټن مې ګوښه کړ.

جان بولټن په داسې حال کې له دندې ګوښه کړی شوی، چې درې ورځې وړاندې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي و، چې د سولې خبرې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي سلاکار جان بولټن ترمنځ اختلافاتو له امله لغوه شوي دي.

د ورځپاڼې په وينا بولټن پر مايک پومپيو تور لګولی، چې د افغانستان سولې له ټولې پروسې يې ګوښه ساتلی دی.

د تېرې مياشتې په وروستيو کې هم امريکايي رسنيو ويلي و، چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه د جان بولټن مشوره نه مني او د افغانستان په اړه په تېره امنيتي ناسته کې هم بولټن ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

ولسمشر ټرمپ، چې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، ځينو سرچينو ويل، چې جان بولټن په خپلو هڅو کې بریالی شو او اوس ښايي د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد خپله دنده هم له لاسه ورکړي، خو د ټرمپ له لوري په شډلو الفاظو د جان بولټن استعفا د دې نښه ښکاري، چې کېدای شي د سولې خبرې بېرته پيل شي.

د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ، چې ولسمشر ټرمپ واک ته رسېدلی، دا يې د ملي امنيت درېيم سلاکار دی، چې له دندې يې ګوښه کړ.

د ټرمپ د ملي امنيت لومړنی سلاکار مايکل فلين و، چې روسيې سره د پټو اړيکو په تور له دندې ګوښه کړی شو، ورپسې مک ماسټر و، چې د افغانستان په اړه يې جګړه ييزه ستراتيژه ناکامه شوه او دريېم يې جان بولټن و، چې د افغانستان جګړه د ختمولو او امریکايي پوځيانو کور ته ستنولو مخالف و او هغه هم نن هم خپله دنده له لاسه ورکړه.

تر اوسه د هغه د استعفا لامل رسما نه دی اعلان شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا خبيث د اسلام او د طالبانو سخت دښمن وو .
غلامان به بيا سړی تبی نيولی وی .