مصر کې د ناروغ له معدې «۲۴» کاشوغې ویستل شوي – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۸ل): په مصر هېواد کې ډاکټران توانېدلي چې د یوه ذهني ناروغ له معدې یې «۲۴» کاشوغې، کاشوغ پنجې او د ځنځیر کړۍ ویستلي دي.

دغه عملیات د مصر هېواد د منصوره پوهنتون د هاضمې سیستم مرکز کې ترسره شوي دي.

د عملیاتو ترسره کونکو ډاکټرانو له ډلې یې مشر ډاکټر «امجد فواد» چې عملیات یې ترسره کړي وایي: «دغه کیسه د تېرې یکشنبې له ورځې پېل شوه چې دوی ته یو ناروغ چې عمر یې ۲۱ کاله و د مور سره یو ځای د هاضمې سیستم مرکز ته راغی، دغه ناروغ په معده او خیټه کې له دردونو، استفراق کولو او بدن کې د اوبو وچوالي سره مخ و.

نوموړی زیاتوي چې له تشخیص او ځانګړو معاینو څرګنده شوه چې د ناروغ د معدې په خالیګاه کې په لویه کچه معدن او فلزي څیزونه موجود دي، ددغې څیزونو معلومولو لپاره نورې معاینې ترسره شوې چې په پایله کې وموندل شوه چې په معده کې یې د کورني استعمال څیزونه موجود دي.

د سترو عملیاتو له ترسره کولو وروسته ډاکټران په دې وتوانېدل چې د ناروغ له معدې څخه ۲۰ کاشوغې، ۴ کاشوغ پنجې، ۷ د غاښونو بېلا بېل بورسونه، د ځنځیر کړۍ، د سرو زرو ګوتمې او نور ثقیل څيزونه راوباسي.

د ناروغ ذهني توازن جوړ نه دی، خو د نوموړي عملیات په کامیابۍ سره ترسره شوي او اوس د عملیات له خونې په ښه حالت کې ویستل شوی او بستر دی چې د معدې او هاضمې سیستم بشپړ تداوي یې دوام لري.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې هم په هند هېواد کې ډاکټران په دې توانېدلي وو چې د یوه ناروغ له معدې کینچي او د عملیاتو نور سامان کوم چې پخوا د عملیاتو پرمهال د ناروغ په معده کې د ډاکټر د غفلت له کبله پاتې شوي وو راویستلي دي.

Image result for spoon in stomach of man in egypt

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د