شعـــــرونه

مسافـــره…!

حمدالله حلميار

راځه د دیدن تږیو ته زم زم شه مسافره
د مړاوي ګل لیمو ته خو شبنم شه مسافره

یا مه ځه یا سبب زما د غم شه مسافره
یا جوړ زما د چیغو زیر و بم شه مسافره

اوږد یون دی، د یادونو بیابان دې دی ومخ ته
زما د زړه رباط کې خو لږ تم شه مسافره

که ژوند لکه جنت او عشق شجر ممنوعه وي
په هیلو د حوا پسې ادم شه مسافره

الهام راوړه او توان مې د قلم شه مسافره
بیا خیال د حلمیار کې جوړ صنم شه مسافره

۲۰۱۹/۹/۱۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x