د مجازي عشق درملنه باید څنګه وشي؟

ډاکټر محمد عمر حماد

حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله ته د الله تعالی د لارې یوه سالک د مجازي عشق اړوند لیکلي ول: د مجازي عشق پر رنځ اخته یم مخکې لۀ دې مې د فرایضو پر اداینه سربېره د نوافلو اداینې او اذکارو کولو ته هم پوره توجه موجوده وه، خو له کومه راهیسې چې د مجازي عشق پر رنځ اخته شوی یم اوس مې د خولې ورد او ذکر د مجازي معشوقې نوم او صفات دي نور هر څه راځینې پاته دي فلهذا لۀ تاسو هیله کوم چې ددې رنځ درملنه مې وکړئ.

حکیم الامت اشرف علي تهانوي رحمه الله ورته ځواب کې لیکي: اول: تر هر څۀ د مخه همت مهم او اړین دی، د جسماني رنځ پر مهال رنځور د ترخو درملو د خوړولو همت کا ددې په پار چې صحتمند شي، نو تاته هم لازم بویه چې همت وکړې او د همت پر اساس د خپلې مجازي معشوقې سره ناسته، خبرې او لیدنه په چورلټ ډول بند کاندې. دا وړ عمل به تاته خورا تریخ وي خو د همت پر اساس به دا هر څۀ کوې.

دویم دا چې غسل کوه، صفا جامې اچوه، خوشبو لګوه او د محبت قابل ذات مخکې دوه رکعته لمونځ کوه له هغه وروسته الله تعالی ته لاسونه لپه کوه چې اې ربه! لۀ دې مجازي عشق نجات را حاصل کړې. دریم: هره ورځ له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ځله پورې د لا اله الا الله ذکر پر دې ډول کوه چې د لا اله پر وخت دا تصور کوه چې زړه به مې د دنیا له ټولو غیر مینو څخه خالي کوم او د الا الله ویلو پر وخت دا تصور کوه چې یوازې د الله تعالی مینې ته به په زړه کې ځای ورکوم. څلورم: د ورځې پر یوه برخه کې دا مراقبه کوه چې یوه ورځ به د الله تعالی مخ کې ولاړ یم، که الله تعالی په هغه ورځ راته ووایي اې بې شرمه ته نۀ شرمېدې چې خپل زړه کې دې زما د مینې پر ځای د دنیا د مجازي معشوقو ناولې مینې ته ځای ورکړی وو، نو هغه ورځ به زما ځواب الله تعالی ته څۀ وي؟ مطلب دا چې هغه ورځ به بې ځوابه یم.

محمد عمر حماد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

ډاکټر محمد عمر حماد وروره!
ډیر ښه په زړه پوري معلومات ول الله دې په ګوتو برکت کړه او د لا ډیرو معلوماتو په بریا ښه ژوند درته غواړو کامیاب اوسې چې هر چیرته وې.