غزل؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

يوه شېبه د ژوندانۀ دي بې تا نۀ شي
د چا ياده زما زړۀ دي بې تا نۀ شي

پرې اوارې کړه پستې نرمي وزرې
سولي کور د پښتانۀ دي بې تا نۀ شي

پلاره! خدای خو دي له هرې بلا ساته
ستا بچي لوی او واړۀ دي بې تا نۀ شي

مسلمانه! بې قلم او تورې مه شې
او قلم، توره، ليندۀ دي بې تا نۀ شي

ستا له شونډو څۀ خواږۀ توري راڅاڅي
ځار ياران خواږۀ خواږۀ دي بې تا نۀ شي

تۀ زما د وجود برخه يې، زما شې
لمر خاتۀ او لمر لوېدۀ دي بې تا نۀ شي

ستا پر شونډو دي نامه د شفاعت وي
او شيرين غزل د ده دي بې تا نۀ شي

شفاعت ريحان

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د