افغانستان

کابل کې د امريکا سفارت ته څېرمه چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): تېره شپه شاوخوا يوه بجې کابل ښار کې د امریکا سفارت ته څېرمه د درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

چاودنه په داسې حال کې شوې، چې هلته د ۲۰۰۱ کال د ستمبر مياشتې د خونړۍ پېښې د اتلسمې کليزې نمانځغونډه په پيلېدو وه.

په کابل کې د امريکا سفارت چارواکو د چاودنې پخلی کړی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د سیمې خلکو هم ويلي، د امريکا سفارت له چاودنې وروسته د خطر الارم غږولی.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې څلور ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړې.

د ټرمپ له يادو څرګندونو وروسته دا په کابل کې لومړنۍ چاودنه ده.

د يادې چاودنې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، تېره شپه د دوی جنګياليو د بګرام پر سترې امريکايي پوځي اډې توغنديز بریدونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x