افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان کړکېچ یوازې په «بین الافغاني» خبرو پای حل کېدای شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازیتوب «یوناما» وايي، د طالبانو او افغان حکومت خبرې دې ژر تر ژره پیل شي؛ ځکه د افغانستان کړکېچ یوازې د بین الافغاني خبرو په مرسته حل کېدای شي.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي «یوماماتو» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وکړې، نوموړی امنیت شورا ته د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو، په ټاکنو کې د ښځو د ونډو په پراختیا او د افغانستان په امنیتي وضعیت وغږېد او زیاته یې کړه « د افغانستان کشاله یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې حل کېدای شي او باید د طالبانو او افغان حکومت مذاکرات ژر تر ژره پیل شي».

ملګري ملتونه داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو غږ کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات په وروستیو شېبو کې لغوه شول، له یادو مذاکراتو تمه دا وه، چې په تعقیب به یې بین الافغاني مذاکرات پیلېږی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا هغه څه دی چی ټوله دښمنان يی غواړی چی جګړه بين الافغانی وښيی ، اشغال او د غلام دولت غلامی پټه کړی ، ټوله ظالم اشغالګر د افغانانو تر منځ منځګړی او خواخوږی معرفی کړی ، بيانو نه اشغال شته ، نه غلام دولت شته ، نه جهاد او نه هم اسلامی نظام .

اجمل

دا خو ریښتیا خبره ده. خپل مابین کی روغه جوړه وکړی بیا په ګډه غږ جګ کړی چی خارجیان دی ووځی. هلته بیا ټول ملت، طالب او اردو جمع ولس ټول پر ضد د امریکایان جهاد وکړی کچیری په رضا ونوت. باید بین الافغانی مزاکرات زر تر زره شروع شی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close