ناټو: سولې ته ژمنتیا لرو؛ خو نظامي عملیات پراخوو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ میلر» د ناټو له یوه پلاوي سره یو ځای د افغانستان جنوبي ولایت «کندهار» ته تللی او هلته یې ځايي امنیتي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې تر څنګ به یې درېږي او نظامي عملیاتو ته به زور ورکوي.

سکاټ مېلر چې کندهار ته یې د سفر په مهال د ناټو ملکي استازي «نیکولاس کي» ملګرتیا کوله، وویل « ناټو د افغانستان سولې او ثبات ته ژمنه ده او په دې پوهېږي، چې د افغانستان ثبات یوازې د سولې له لارې ممکن دی، موږ سولې ته ژمنتیا لرو؛ خو تر څنګ یې له افغان ځواکونو سره په ګډه عملیات پراخوو».

نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې یې د عملیاتو له زیاتولو موخه داده؛ څو په دې هیواد کې د سولې شرایط برابر کړي.

مېلر وویل « موږ به تر هغه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو؛ تر کومه چې دلته سوله راځي».

ناټو داسې مهال په افغانستان کې د عملیاتو د پراخولو خبر ورکوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ یو کلن مذاکرات د ټرمپ له امر سره سم لغوه شوي او تر څنګ یې داسې خبرونه ورکول کېږي، چې ښايي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تلفات ورسره زیات شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د