ننګرهار؛ چپرهار کې د ګډو ځواکونو له لوري ملکي تلفات

غزني کې ګډو ځواکونو دوه مساجد تخریب او امامان وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د غزني ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د چاپې په مهال دوه مسجدونه او یوه مدرسه تخریب کړي او پنځه تنه ولسي وګړي یې وژلي.

د راپورونه په اساس، چاپه تېره شپه د ګډو ځواکونو له لوري د ګېرو ولسوالۍ په دیسي نومي سیمه باندې اچول شوې، چې په پایله کې یې ۲ بابه مساجد او ۱ مدرسه تخریب شوي او د مساجدو د ۲ امامانو په ګډون پنځه تنه عام وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

راپورونه زیاتوي، ګډو ځواکونو د چاپې په مهال ۲ کورونه هم تخریب او قیمتي شیان یې له ځانه سره وړي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د غزني ولایت مقام او امنیه قومانداني په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

انا لله و انا اليه راجعون
چيری دی د کفارو ، منافقينو او غلامانو خواږی خبيثان چی ظالمانو ته بيا آفرين ووايی او په کفر ، منافقت او غلامی کی بيا ځان شريک کړی .
تف او لعنت دی وی پر ټولو بيشرفو خاينانو .