ایپل شرکت د ایفون درې نوي په زړه پورې مبایلونه وړاندې کړل – ویدیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): ایپل شرکت د ۲۰۱۹م کال د ایفون درې نوي په زړه پورې مبایلونه د سه شنبې په ورځ ددې شرکت په ستر نندارتون کې چې د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې ترسره شو د نړیوالو پرمخ وړاندې کړل.

ایپل شرکت په یاد نندراتون کې خپل درې نوي مبایلونه (ایفون ۱۱، ایفون ۱۱ پرو، ایفون ۱۱ مکس) iPhone 11, iPhone 11 Pro and iPhone 11 Pro Max د ځیرک ساعت او آیپاډ ترڅنګ وړاندې کړل، شرکت د خپل نوي مبایلونو په کامره کې د پام وړ بدلون راوستی دی.

ځانکړتیاوې:

ایپل شرکت په خپلو یادو مبایلونو کې ددې شرکت غوره A13 بایونیک پراسیسر او د iOS ۱۳ چلونکی سیستم ورکړل شوی، د ۱۲ میګا پېکسله پراخې او اضافي پراخې زاویې سره شاتنۍ او سیلفي کامرې لري، د اوبو ضد او مخ کولپ ځانګړتیا لري، دغه مبایلونه د اوبو او ګرد ضد دي، په دې کې د ګوتې کولپ او د خارجي حافظې لپاره ځای نه دی ورکول شوی.

ایفون ۱۱: دغه مبایل ۶.۱ انچه لیکویډ د ۱۷۹۲+۸۲۸ ریزولوشن سره ډیسپلی لري چې د ویدیو لپاره په کې غوره 4K ځانګړتیا ځای پرځای شوې، شاخوا ته دوه کامرې چې د شپې عکس اخیستل یې نور هم غوره شوي، ۱۲ میګا پېکسله د سیلفي کامره هم لري چې ورسره د مخ کولپ Face ID یې نوره هم چټکه شوې ده، په دې کې غوره چیپ ورکړل شوی چې تر ټولو ثقیل ګیم هم چلولی شي، ایپل وایي چې بیترۍ یې له تېر مبایل پیاوړې شوې چې تر یوې بشپړې ورځې چارج کولای شي، په دوه میتره ټيټوالي او تر ۳۰ دقیقو پورې په اوبو کې مقاومت هم کولای شي، د ایفون ۱۱ مبایل په سیلفي کامره کې د Slow motion ځانګړتیا هم لري.

بیه: ۶۴ جي بي په (۶۹۹)، ۱۲۸ جي بي په (۷۴۹) او ۲۵۶ جي بي بیه یې په (۸۴۹) امریکایي ډالره ټاکل شوې ده، د یادونې ده چې ایفون ۱۱ مبایل په شپږو ځانګړو رنګونو وړاندې شوی دی.

ایفون ۱۱ پرو: د ۵.۸ انچه OLED د ۲۴۳۶+۱۱۲۵ ریزولوشن سره ډیسپلی لري، شاخوا ته د ۱۲ میګا پېکسلو درې کامرې ورکړل شوي، چې د پراخې او د اضافي پراختیا زاویې عکس اخیستلو وړتیا لري، ۱۲ میګا پېکسله د چټک فیس کولپ Face ID سره سیلفي کامره ده، غوره 4K ویدیویي ځانګړتیا لري، د تېر مبایل څخه درې ساعته غوره بیترۍ لري.

د ۶۴ جي بي بیه (۹۹۹)، د ۲۵۶ جي بي (۱۱۴۹) او د ۵۱۲ جي بي بیه یې (۱۳۴۹) امریکایي ډالره ایښودل شوې ده.

ایفون ۱۱ مکس: دغه مبایل تر ټولو ستره ۶.۵ انچه OLED د ۲۶۸۸+۱۲۴۲ ریزولوشن سره ډیسپلی لري، د ۱۲ میګا پېکسلو درې کامرې لري، چې د پراختیا زاویه یې درې چنده زیاته شوې، د ۱۲ میګا پېکسله سیلفي کارمه د چټک مخ کولپ Face ID سره وړاندې شوې، بیترۍ یې له تېرې څخه پنځه ساعته غوره شوې ده.

د ۶۴ جي بي بیه (۱۱۴۹)، د ۲۵۶ بیه (۱۲۹۹) او د ۵۱۲ جي بي حافظه لرونکي مبایل بیه یې (۱۴۹۹) امریکایي ډالره ایښودل شوې ده.

د ایپل شرکت دغه درې مبایلونه به په انلاین بڼه د راتلونکي جمعې ورځې څخه د خرڅلاو لپاره وړاندې شي خو په دوکانونو او سټورونو کې به د سپتمبر میاشتې په ۲۰مه نیټه وړاندې شي.

ددې ترڅنګ ایپل شرکت خپل ځیرک ساعت چې هر وخت یې ډیسپلی خلاصه وي وړاندې کړی، ددې ترڅنګ یې نوی آیپاډ چې ۱۰.۲ انچه ډیسپلی او ۳۲۹ امریکایي ډالره بیه لري وړاندې کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د