په هرو «۴۰» ثانیو کې یو کس ځان وژنه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د روغتیا نړیواله اداره وایي چې د نړۍ په شاوخوا کې له جګړې پرته په هرو څلویښتو ثانیو کې یو کس چې د کال په اوسط ډول ۸۰۰ زره کسان کیږي – ځان وژنه کوي.

د ځان وژنې نړیوالې ورځې (۱۰ سپتمبر) په حواله د روغتیا نړیواله ادراه په خپل راپور کې وایي چې دغه کسان د بېلا بېلو لارو له کبله مري چې (ځان ځړول، زهر خوړل او د ځان ویشتل) یې تر ټولو زیاتې استعمالیدونکي لارې دي.

د راپور سره سم که څه هم ددې د مخنیوي لپاره د روغتیا نړیوالې ادراه سر په کار شوې خو بیا هم په هرو ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژنه کوي، د یادې ادارې عمومي رئيس وایي: «مونږ په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د ځان وژنې مخنیوي لپاره ځانګړې ستراتېژیانې په دوامداره توګه په ملي روغتیایي زده کړو برنامو کې شاملې کړي».

راپور زیاتوي چې د زهرجنو حشراتو وژلو درمل او په ناقانونه وسلو باندې بندیز د ځان وژنې په کچه کې ۷۰سلنه کمښت راوستلی شي.

د روغتیا نړیوالې ادراې په راپور کې راغلي چې ځان وژنه د عامې روغتیا یوه ستونزه ده، چې د هر عمر، جنس او دین خلک ترې اغیزمن کیږي او ددې زیانونه په ټولنه کې خورا زیات لیدل کیږي.

ځان وژنه زیاتره له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۲۹ کلنۍ پورې په ځوانانو کې، او له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۱۹ کلنۍ پورې په انجونو کې د احساساتي ستونزو له کبله د مړینې دویم ستر لامل دی.

راپور زیاتوي چې هر کال په اوسط ډول شاوخوا ۸۰۰ زره کسان ځان وژنه کوي چې دغه کچه د ملاریا ناروغۍ، تیو یا سینې سرطان او جګړو له کبله د رامنځته شویو مړینو څخه زیاته ده.

د ځان وژنې کچه زیاتره په هغو هېوادونو کې رامنځته کیږي چې لوړ عاید لرونکي وي، په دغه هېوادنو کې د ټولنیز ژوند نه درولودل، تنګسه، ذهني فشار، د کار نه موندل او داسې نور لاملونه دي چې ځوانان ځان وژنې ته هڅوي.

د امریکایي او اروپایي په یو شمېر هېوادونو کې د ځان وژنې کچه د نورو هېوادونو په پرتله زیاته موندل کیږي، ددغه هېوادونو په لیست کې د ۲۰۱۹م کال څیړنې سره سم سویلي افریقایي هېواد لیتوانیا په لومړي نمبر دی، روسیه په دویم، سویلي امریکایي هېواد ګیانا په دریم، سویلي کوریا په پنځم او د امریکا متحده ایالات چې اوس په کې د ځان وژنې کچه ټيټه شوې ښودل شوې په ۲۷م نمبر ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د