ملګري ملتونه: د طالبانو او امریکا د مذاکراتو لغوه کېدل باید تاوتریخوالی زیات نه کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو د طالب او امریکايي استازو مذاکرات څو ورځې وړاندې د یوه توافق د لاسلیک په درشل کې د متحده ایالاتو د ولسمشر له لوري لغوه اعلان شول؛ ملګري ملتونه وایي، د یادو مذاکراتو لغوه کېدل باید د افغانستان تاوتریخوالی زیات نه کړي.
دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند « استفان دوجاریک» تېره ورځ په امنیت شورا کې وکړې.
نوموړي وویل « د طالبانو او امریکا د مذاکراتو لغوه کېدل باید د جګړې د زیاتوالي سبب نه شي، د افغانستان کشاله یوازې د خبرو او یوه سیاسي حل له لارې ممکنه ده او باید په همدې لاره مزل وشي».
ملګري ملتونه داسې مهال د مذاکراتو تر لغوه کېدلو وروسته د تاوتریخوالي د کمېدلو هیله کوي، چې ناټو وایي، په افغانستان کې له دولتي عسکرو سره اوږه په اوږه جګړه مخته وړي او د نظامي عملیاتو د پراختیا په مرسته سولې ته شرایط برابروي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د دی خبيث اشاره يوازی مجاهدينو ته ده کنه امريکايی قوماندانانو مک کنزی او سکات ميلر دواړو اعلان وکړ چی حملی او تاو تريخوالی به ډير کړی خو مجاهدينو(طالبانو) تر اوسه د دوی ټولو په جواب کی څه ندی ويلی .
د مجاهدينو او د ټولو جهاد دوستو افغانانو د مورال او خوښی لپاره بايد چی دی خبيثانو ته کلک جواب ورکړل شی .