ناټو: په خپل ټول توان د طالبانو د ځپلو هڅه کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له طالبانو سره د افغان سولې په تړاو روان مذاکرات لغوه اعلان کړل؛ ناټو وايي، د خپلو افغان همسنګرو په مرسته تر خپله وسه د طالبانو د ځپلو تابیا نیسي.

دغه څرګندونې په منځني اسیا کې د ناټو  ځواکونو عمومي قوماندان «مک کنزي» د ۲۰۹ شاهین اتل قول اردو له قوماندان «احمدزي» سره وکړې، نوموړي وویل « موږ بشپړ تیاری لرو، څو د خپلو افغان همسنګرو په ملتیا د ترورستانو په وړاندې وجنګېږو او هغوی په هره برخه کې وځپو».

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې «احمدزي» یاده کړه، چې دولتي عسکر کولای شي، د نړیوالو ځواکونو په مرسته د افغانستان په هره برخه کې دښمن ته ماته ورکړي.

ناټو داسې مهال د طالبانو په وړاندې د خپل بشپړ توان کارولو اراده ښيي، چې ملګري ملتونه هیله لري، د طالبانو او امریکا د مذاکراتو لغوه کېدل تاوتریخوالی زیات نه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

د امریکه سره صلح کړل دي تسلیمي په معنا ده، او افغان ولس کله هم چا ته تسلیمي منلې نه ده.
کفار او ملګري دي په دې پوهه شي، چې افغان ولس ١٨ کاله وجنګیدو خو تسلیمي یې ونه منله اوس یې هم نه مني،
دي دې ازادۍ لپاره موژ طالب ته په ولس کور کلي کې ځاﺉ ورکړﺉ په زړه کې هم ځاﺉ لرو
ورته د یوه ازاد اوخپلواک افغانستان په هیله!

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د خدای جل جلاله د لښکرو سره چي دا نولس کاله دې تېزنانو په خپل ټول توان څه ونه کړل اوس هم هيڅ نه سي کولای. موږ افغانان د دوی له د ې لافو او غرتو څخه هيڅ نه بېريږو، څو چي يو اصيل او مسلمان افغان پاته وي ور سره جنګيږو. موږ الله لرو دوی طاغوت.