تصویر؛ له ارشیفه، طالبان له قومي مخورو سره

ورځپاڼه: شمال کې د طالبانو نفوذ ورځ تر بلې پراخېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «سټارز ایند سټرایپس» په خپله نننۍ ګڼه کې، د افغانستان په شمال کې د طالبانو له پراخېدونکي نفوذ څخه خبر ورکړی.

ورځپاڼه لیکي « د طالبانو نوی نسل د افغانستان په شمال کې ورځ تر بلې د پرمختګ په حالت کې دي، د طالبانو د واکمنۍ په مهال بدخشان کله هم سقوط ونکړ؛ خو اوس ددې ولایت درې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي».

ورځپاڼه زیاتوي، تر دې وړاندې د طالبانو په لیکو کې یوازې پښتانه لیدل کېدل؛ خو  اوس هغوی توانېدلي په شمال کې نار اضه خلګ او قوماندانان په ځان راټول کړي، چې له امله یې اوس د هغوی په صف کې د افغانستان د هر توکم خلګ لېدل کېږي.

د مطلب د لیکوال په خبره، په دې وروستیو کې ډله، ډله تاجکان، ازبک او هزاره ګان د طالبانو لیکو ته ورغلي؛ ځکه هغوی فکر کوي، طالبان ګټونګي دي.

د ورځپاڼې له مخې، طالبان اوس دا ادعا کولای شي، چې تحریک یې یو ملي او د افغانستان له هر توکم څخه رغېدلی تحریک دی.

په شمال کې د طالبانو د نفوذ د پراختیا خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې هغوی په دې وروستیو کې په شمال  کې بریدونه زیات کړي او ګڼې ولسوالۍیې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.

همدا مهال د فراه، بدخشان، بغلان او کندز په ګډون د ګڼو ولایتونو زیاتره برخې د طالبانو په واک کې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

یاره څه فراخیږی. پدی سره د طالبانو روحیه قوی کول غواړی. په بدخشان کی مو دوه ولسوالی یو پر بل پسی له لاسه ورکړې. په دا ۱۸ کالو کی مو کوم ولایت فتح کړ اوس چی وضعیت مو روځ تر بلی خرابیږی څه به وکړی. ښه لار: اوربند حکومت سره خبری کول. آخر ګوری شمالی تلوالی سره مو په مسکو کی غونډه وکړه ولی له غنی څخه ویره لری؟ دا ځکه چی هغه د پاکستان اقتصاد مات کړ؟ ټوپکی ندی، غصب یی ندی کړی، اوس ورسره جوړه وکړی په انتخاباتو حصه واخلی کچیر محبوبیت مو په خلکو کی درلود بیا… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

هدف او مرام معلوم دی ، که پښتون دی که تاجک دی ، که ازبک دی که هزاره دی ، که ترکمن دی که عرب دی او که د هر بل محترم مليت چی دی د ټولو لاره يوه ده ، ټوله د عزت او دآزادی ژوند غواړی ، ټوله ځانته مسلمان او افغان وايی او ټوله پدی دواړو نازيږی . دا د رب العالمين ډيره لويه پيرزوينه ده چی الحمدلله ودی خاوری ته يی ښه مخلص او متين مجاهد آمرين راليږلی چی هر څه يی په تقوی او اهليت سره پر مخ ځی ، دوی کی نفاق او تعصب… نور لوستل »