نړۍ

داسلام اباد وشمال لورته یوه ښځه په کلی کي لوځه لپړه وګرځول شوه

say_no_to_violence  ( نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۱۴) اسلام اباد: یوه بی ګناه ښځه لدي کبله  دکلي په لارو اوکوڅو لوڅه لپړه وګرځول شوه چي دیوي بلي ښځي خاوند ددي پرزامنو باندی شک کاوه چي دنوموړي له میرمني سره یی ناروا اړیکي درلودي.

داپیښه هخه وخت رامنځ ته شوه کله چي محمد سلمان پرخپلو ګانډیانو هریوه رشید اوکاظم باندی تور ولګاوه چي دنوموړي له میری مني سره یی دده په غیاب کي ناروا اړیکي درلودي، په راپور کي راغلي چي محمد سلمان په لاهورکي اوسیده، خو دنوموړي میرمنه درشید اوکاظم په کاونډ کي په نیلور بیلا کلي کي یواځي اوسیدله،

تیره ورځ چي کله سلمان له لاهورڅخه خپل کلی ته راغي ویی لیدي چي دنوموړي میرمنه په ګیډه کي ماشوم لري نو یی سمدستي دګاونډیانو پرکورباندي برید وکړ په داسي حال کی چي ګاونډیان هریو رشید اوکاظم کورکي نه وو اویواځي یوه دپاخه عمر موریی کورکي ناسته وه، سلمان چي ډیرقهریدلی وو، نو دګاونډیانو مورباندي یی برید وکړ څه کالی یی ورته څیري کړل اوڅه نوریی ځیني وایستل، وروسته یی لوڅه لپړه راکش کړه اودکلي په کوڅوکی یی وګرځوله.

له سیمي څخه امنیتي چارواکي وایی چي دښځي دخپلوانو له لوري تراوسه پوري له مونږ سره چا اړیکي ندي نیولي، یواځي دنورو کلیوالو له لوري څخه پولیسو ته خبرورکول شوی وو، نوموړي زیاته کړه پولیس کلی ته رسیدلي دي دپیښی په اړه یی څیړني پیل کړی دي، اوتراوسه پوري دپیښي په تور دوه شکمن خلګ نیول شوی دي.

سلمان چي لاهورکی دنده درلوده باورلری چي دنوموړي ګاونډیانو هره یوه رشید اوکاظم دده له میرمني سره ناروا اړیکي درلودي چي له کبله یی په ګیډه ماشوم پیداشوی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x