په امنیت شورا کې د افغان سولې پروسې د بیا پیل غوښتنه وسوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ګڼو هیوادونو استازو د افغان سولې پروسې د بیا پیل غوښتنه وکړه.

دوی په ګډه د امریکا او طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې دواړه دي په خپلو وعدو وفا وکړي او خپل تر منځ دي د مذاکراتو لړۍ بیا پيل کړي.

دوی وویل چې د افغانستان شخړه یوازي د خبرو او سیاسي جوړجاړي له لاري حل کیدای سي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي «ویسل نیبنزیا» په خپلې وینا کې وویل: روسیې په دوامداره توګه د افغانانو سره مرسته کړې ترڅو په خپل هیواد کې دایمې سولې ته لاره ومومي، مونږ په افغانستان کې د افغانانو په مشري او افغانانو په مالکیت د سولې او جوړجاړي تر څنګ د یوه سوله ییز هیواد غوښتونکي یو، مونږ په ځلونو ویلي چې سوله ییز، مستحکم او مخ پر وده افغانستان زمونږ مشترک هدف دی».

نوموړي وویل چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو ځنډ دوی هم ژور اندېښمن کړي دي.

او زیاته یې کړه: «مونږ د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو ځنډ افسوسناک بولو، ددغو خبرو مثبت پرمختګ به بالاخیره د افغانانو تر منځ د جوړجاړۍ لپاره لاره پرانیستلې وای».

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي تدامچي یاماماتو هم وویل چې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پیل ټینګه اړتیا ده.
نوموړي وویل چې د تیر یوه کال روانو مذاکراتو په افغانستان کې یو امید زیږولی وو او همداسي يې ځیني ویرولي وه چې ددوی ازادۍ به سلب سي خو یوه خبره ښکاره ده چې جګړه به هغه وخت ختمه سي کله چې افغانان په خپلو کې سره کښيني او په دغه خبرو کې د ټول افغان ټولنې نمایندګي وي.

په ورته وخت کې د چین دایمي استازي «لوي جی» وویل چې هیواد یې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو د بیا پیل غوښتونکی دی.

نوموړي وویل چې دوی د طالبانو او امریکایانو څخه غواړي چې د تیر کال په خبرو کې شوي توافقات نهايي او بیا عملي کړي او افغانانو په مشري او مالکیت باندي بیا د افغانانو تر منځ خبرې پیل سي.

په ورته توګه د جرمني هیواد دایمي استازي هم غوښتنه وکړه چې په هره توګه ممکنه وي، یو ځل بیا باید سیاسي پروسه پیل سي او یو کال تر مخه حالت ته باید بیا ور ونه ګرځو چې هیڅ سیاسي پروسه نه وه.

باید وویل سي چې طالبانو او امریکایانو دواړو د ټرمپ د وروستي شاتګ تر مخه ویلي وه چې دوی په اصولو کې موافقې ته رسیدلي دي او یوازي یې د لاسلیک مراحل پاته دي خو ټرمپ په کابل کې د یوه امریکايي عسکر د وژل کېدو په پلمه ټول د طالبانو سره د تیر یوه کال مذاکرات ختم وبلل او د جګړې پر شدت یې ټینګار وکړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د