اسماعيل خان: په اوسنيو حالاتو کې ټاکنې کول روان بحران نور هم زياتوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل):جهادي قومندان او د جمعيت اسلامي ګوند رهبري غړی اسماعيل خان وايي، په اوسنيو ترينګلو حالاتو کې د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کول د روان بحران د زياتېدو لامل ګرځي او لومړی باید د سولې خبرې له سره پيل شي.

قومندان اسماعيل وايي، حکومت هڅه کوي، ټاکنې په خپله خوښه مهندسي کړي، خو که تر راتلونکو دوو اونیو ولسمشريزې ټاکنې وشي، هېواد به د بحران لور ته لاړ شي.

نوموړی زياتوي: «موږ تر هر څه زيات سولې ته اړتيا لرو، د سولې خبرې بايد له سره پيل شي، موږ بايد د سولې په طرف لاړ شو، نه د ټاکنو پر لور، چې د سولې مخنیوی کوي.»

هغه د امریکا او طالبانو خبرې هم رڼې نه دي بللي او د هغو په بنديدو يې خوښي ښکاره کړې ده.

ټاکل شوې، له دوو اونيو په لږ وخت کې د تلې مياشتې په شپږمه ولسمشريزې ټاکنې وشي.

تر تېرو څو ورځو پورې داسې ګومان کېده، چې د سولې خبرو له بريالي کېدو سره به ټاکنې وځنډيږي، خو اوس، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سولې خبرې لغوه کړي، د ګډ حکومت چارواکو د ارام ساه واخيسته او د ټاکنو ترسره کېدل اوس په ظاهره قطعي ښکاري.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، اوولسو ولايتونو ته ټاکنيز مواد رسيدلي او پاتې نورو ولايتونو ته به هم ورسيږي.

د سولې خبرو د لغوه کېدو سره حکومت او ټاکنو کميسيون د ولسمشريزو ټاکنو په ترسره کېدو باوري دي، خو د ټاکنو پر وړاندې نورې ستونزې هم شته، چې تر ټولو زيات يې امنيتي ګواښونه او پر ټاکنو د عامو خلکو بې باوري ده، چې کېدای شي پایلې به يې بيا هم د خلکو د رایو مطابق رانشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د