فارین پالیسي: مونږ د افغانستان جګړه بایللې، دا باید ومنو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو اړونده رسنۍ «فارین پالیسي» د هارورډ پوهنتون د بهرنیو اړیکو د یوه پروفیسر «STEPHEN M. WALT» لیکنه خپره کړې چې په کښي نوموړي ویلي، مونږ په افغانستان کې جګړه بایللې ده نور باید په دې باندي اعتراف وکړو او دغه هیواد پریږدو.

نوموړي ویلي چې دغه خبره ما مخکې هم کړې وه او اوس یې هم کوم، د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش، باراک اوباما او اوسنی ولسمشر ټرمپ هم پوهیږي چې امریکا په افغانستان کې جګړه بایللې، خو پر هغه سربېره اعتراف نه کوي.

د لیکوال په وینا په دې وروستیو کې طالبان او امریکایان د سولې یوه تړون ته نیژدې سوي وه چې له مخې یې امریکا ته دا فرصت برابرېده چې خپل ټول ځواکونه د افغانستان څخه وباسي خو بیا هم هرې خواته شکوک او شبهات را پورته کړل سول ، حتی هغه جنرال پټرایس چې د خپلې قومندانۍ پر مهال په افغانستان کې ناکامه سو، ګمان کوي چې که مونږ نوره هڅه هم وکړو نو جګړه به وګټو، دده غوندي نور هم سخت دریځي سته چې فکر کوي چې د جګړې په دوامداره ساتلو به بالاخیره مونږ بریالي سو.

نوموړی وایی چې ددغې ماتې مطلب دا نه دی چې ګواکي زمونږ پوځ وشړیدی ، زمونږ ډیر عسکر ووژل شول او یا زمونږ اقتصاد خراب سو، بلکې د ماتې مطلب دادی چی مونږ د ځان لپاره کوم اهداف ایښي دي هغه مو تر لاسه نه کړه او که نور هم پاته سو، دغه اهداف به کله هم تر لاسه نه کړو.

د لیکوال په نظر د امریکا پوځ قوي دی، ښه مسلح دی، جګړه ګټلی سي، یو ځای امن ټینګولای سي، خو کله هم سیاسي فعالیت کې نسي بریالی کیدای او نه هم ملتونه جوړولای سي.

د نوموړي په وینا د افغانستان راتلونکی هغه بهرنیان نشي ټاکلی چې د ۷۰۰۰ میله څخه لیري ورته راغلي.

د لیکوال په نظر د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې روان حالت ته بدلون نه ورکول غواړي، ځکه فکر کوي چې دوی یو موړ او قوي هیواد دی، دوی کولای سي چې تر ډېره وخته خپل احمقانه او ګران بیه چلند ته ادامه ورکړي. همداسي اوس هم ددوی جنرالان او قومندانان نه خوښوي چې ماتې ومني.
د لیکوال په نظر د ماتې نه اعلانولو یوه وجه داهم ده چې اوس په افغانستان کې ګمارل شوي عسکر اکثره هغه عسکر دي چې په خپله خوښه پوځ ته راغلي او غواړي چې ځان د خپل هیواد لپاره قربان کړي او هیڅ شکایت هم ونه کړي. همداسي د قومندانانو یوه سلسله ددې پر ځای چې خپل ولسمشر ته ووایې چې کوم هدف مونږ ته راکړل سوی، دا نور عملي نه دی، دوی ولسمشر ته د بریا درواغجنې وعدې ورکوي.

د لیکوال په وینا یو هیواد که هر څومره موړ، قوي او ښه اهداف ولري، خو هیڅ کله دي دا فکر نه کوي چې دوی به هره جګړه ګټي. بلکې یو عظیم ولس د غلط قدم اخیستلو وروسته باید دا جرآت ولري چې بیرته پر شا ولاړ سي او همداسي د راتلونکي لپاره عبرت واخلي. د هغه چا څخه باید د بهرنیو پالیسیو په اړه مشوره وانخیستل سي چې په ځلونو یې ښکاره غلط تحلیل کړی دی، لکه جان بولټن، چې د سپینې ماڼۍ څخه یې رخصتېدل پر ښې لوري مثبت قدم دی.

بشپړ مطلب دلته ولولئ: https://foreignpolicy.com/2019/09/11/we-lost-the-war-in-afghanistan-get-over-it/

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د