ټرمپ: طالبان به تر بل هر وخت سخت وځپو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او امریکا مذاکرات لغوه اعلان شول؛ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وايي، طالبان به تر بل هر وخت سخت وځپي او نظامي فشار به ورباندې راوړي.

ټرمپ چې د سپټمپر د ۱۱ د پېښې په مناسبت یې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل « طالبان به تر بل هر وخت زیات وځپو، که چېرې هغوی بیا په امریکا د برید پلان ولري، موږ به هر هغه ځای ته ورشو، چېرې چې دوی شته وي او د فشار هره هغه لاره به وکاروو، چې امریکا تر دې وړاندې نه وه کارولې».

نوموړي زیاته کړه « هغه څه چې ترورستان ورته سترګې په لاره دي، کله هم نشي ترلاسه کولای، د نړۍ په مخ هیڅ دښمن ددې توان نه لري چې د امریکا له سرتېرو سره وجنګېږي او له نظامي پلوه د هغوی مقابله وکړای شي».

ټرمپ داسې مهال په طالبانو باندې د نظامي فشار د زیاتولو غږ کوي، چې هغوی ورځ تر بلې د افغانستان په خاوره د خپل حاکمیت ساحه پراخوي او په دې وروستیو کې يې په ګڼ شمېر ولسوالیو باندې خپل بیرغونه رپولي.

په ورته وخت کې ملګري ملتونه هیله لري، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو لغوه کېدل باید په افغانستان کې تشدد زیات نه کړي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د