طالبان: د بهرنیانو د یوې اډې د منلو په صورت کې بشپړ واک راسپارل کېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، تحریک یې د دیني ارشاداتو او ملي اهدافو په بنسټ مخ په وړاندې روان دی او کله به هم د افغانستان په خاوره «یرغلګر» قوتونه ونه مني.

دغه څرګندونې د «ورځې خبره» تر سرلیک لاندې د طالبانو له رسمي ادرس څخه خپرې شوې، چې په یوه برخه کې یې راغلي « اسلامي امارت دخپل تاسیس له پیله داسي کړنلاره او تګلاره غوره کړې چې بنسټ او محور یې دیني ارشادات او ملي ګټې دي. زموږ اهداف د اشغال بشپړه خاتمه، دګران هیواد خپلواکي او داسلامي نظام نفاذ دی. د کومو موخو لپاره چې اسلامي امارت مبارزه کوي، په ځلونو یې  په اثبات رسولې چې دهیڅ لوري د فشار او فرمایش له امله یې له خپلو لوړو اهدافو څخه تنزل نه دی کړی.»

مطلب وړاندې لیکي «   اسلامي امارت ته په هیواد کې دیرغلګرو د یوې وړې اډې دمنلو  په بدل کې د حکومت د بشپړ سپارلو او په نړیواله کچه د سیاسي او اقتصادي ملاتړ وړاندیزونه شوي،خو داسلامي امارت پر دین او وطن مین مشرتابه داډول وړاندیزونه فورا رد کړي او له  ګران هیواده یې دیرغلګرو ځواکونو پر بشپړ وتلو ټینګار کړی دی.»

د طالبانو په قول، امریکایي لوري ورسره اتلس کاله جګړه کړې؛ خو لا یې هم دوی نه دي پېژندلي او د هغه چا ګومان ورباندې کوي چې د شخصي اهدافو او چوکۍ په خاطر مبارزه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

طالبان به کله کله سهوي کوي، خو اصلي او رښتيانی ماهيت يې دغه دی چي ويلی يې دی. ملابرادر او نور هم کلونه کلونه د پاکستان مقاماتو له خوا په بند کي وګړول سول، نو مرګ پر هغو چي بيا هم پر دوی په پوهه او په سپين سترګۍ سره ناوړه تورونه لګوي او تخريب پسي کوي.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه، باید په داسی مسایلو کی سیاسی مدرایان میدان ته شی،ډیر هیوادونه او ډلی د مهمو مسایل لپاره تاسو یقین وکړی چه سیاسی پوه لرونکی خلک د یوی او یا دوی غونډو لپاره په کرایه نیسی، که چیری امریکایانو یوه کوچنی اډه غوښتی د هغه په بدل کی دوی وتل او قدرت یی هم طالیبانو ته سپاره دا کومه بده خبره نه وه، البته په دا ځای کی سیاسی مداری د طالیبانو له خوا د اډی ورکړه موقتی منظوره کړی خو په دا شرط چه امریکایی مسلمان عسکر به په دا اډه کی موقت وخت لپاره اوسی، نتیجه. هم… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

غمی ته: سلامونه. مونږه هغه پښتانه یوو چی سړی وژنو بیا وایو: کچیری دوزخی وی خو دوزخ ته به ځی او که جنتی وه نو جنت ته به ځی. په اسامه بن لادین یی پښي په یوه موزه کی واچولی چی په والله که یی درکوو مونږه ته پناه راوړي. سیاست چیری، پښتون او سیاست چی بیا ملا شی خو بالکل سیاست ماست نشته. وایی ملابرادر یو وار خلیلزاد ته وویل چی ورځه مور دی شدی هر څه چی وسو هغه به کیږی

مجاهد
میلمه
مجاهد

دا د اسلامی امارت دریز نه بلکه اسلامی لارشودنه او ایلهم اوامر دی چه د د کفارو سره به په یوه ذره هم د حق پلورلو معامله نه کوی ، هډه خو لویه خبره ده طالبانو تر دی مخه د یو مسلمان مجاهد په نه ورکولو له ټولی پاچاهی تیر شول مګر له حق تیر نه شول . دا چه غمی پشتین څه لیکلی د قیماربازانو بازار کی چلیږی چه څه راکړه او څه واخله د حق او باطل جګړه او یا الهی ازموینه کی یوه ذره هم ښکته او بورته نه شی کیدلی . تر پاچاهی خو ژوند ډیر… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…په خیر په خیر، مجاهد ته. ناست یی په لندن کی ته…………….زړه د په مسکو دی ……………جار جار تر تور لاهوری پنجابی یی ته…………… بن لادن یی چه امریکا ته ونه سپاره ،دا یی هم سیاسی غلطی وه،د یو تن لپاره یی ټول افغانستان بر باد کړ، اوس یی چه کوم سیاست غوره کړی هم سیاسی غلطی کوی،او یا کیدای شی دا لاره بل څوک ورته ښایی، د همدی ڼن ټکی اسیا تبصرو د لاری ولس نعری سری وهلی چه طالیبه بریدونه بند کړه ،بریدونه بند کړه، خو طالیب وییل چه بریدونو دوام سره به موږ… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

پسکین خانه ! هیله لرم چه په اصل موضع خبری وکړی زه په لندن ، ته په هالیند کی او بل په ماسکو ، لندن او واشنګټن کی څه ګټه لری کرزی او غنی خو په کابل او محمد بن سلمان خو په ریاض او مکه کی دی . هر چیری ښه او بد خلک شته د خلکو په ځای ، رنګ ، ژبه او سیمو د خلکو اهلیت نه ټاکل کیږی . دا د الله ج زمکه ده هر چیری چه څوک د الله ج د اصولو له مخی د زوند چاری سموی هغوی ښه خلک او هر چیری… نور لوستل »

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

طالبانو نه دي ویلي چې دا غوښتنې ورسره امریکا څه وخت او د چا په واسطه مطرح کړې دي؟